په افغانستان کې د ثور د کودتا د لاملونو څېړنه

Ezatullah_admin
Sat, Jul 18 2026 1:26 PM
په افغانستان کې د ثور د کودتا د لاملونو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د ټولنیزو علومو مرکز اړوند د تاریخ او اتنوګرافۍ د انسټيټوټ علمي غړی څېړندوی سیدمحمدصادق سادات (په افغانستان کې د ثور د کودتا د لاملونو څېړنه) تر سرلیک لاندې علمي ــ څېړنیز كنفرانس وړاندې کړ، په یاد علمي كنفرانس کې د ثور د کودتا لاملونه په دوو برخو کې تر څېړنې لاندې نیول شوي وو، چې په کورنیو لاملونو کې د میر اکبر خیبر وژل کېدل، د محمد داود خان له لوري د خلق او پرچم ډلو د غړو نیول، په پوځ کې د ننه سیاسي ستونزې، د محمد داود خان یو حزبي سیاست، اقتصادي، ټولنیزې، فرهنګي ستونزې او په هېواد کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیتونو بندیز لګول د ثور د کودتا د لاملونو په توګه وړاندې شول. دغه راز څېړونکي سړه جګړه او د دوو لویو قدرتونو شوروي او امریکا سیاسي او ایډیالوژیکي سیالۍ، په افغانستان کې د شوروي نفوذ، د محمد داود خان د بهرني سیاست بدلون او په نړیواله کچه یو شمېر بدلونونه د یادې کودتا د بهرنیو لاملونو په توګه بیان شول.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول او سیمینار د ټاکلي کمیسیون لخوا مثبت و ارزول شو.

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM

BACK TO NEWS