د سيمه ييز مطالعات ژورنال ۸۰يمه ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
Mon, Sep 28 2026 9:48 AM
د سيمه ييز مطالعات ژورنال ۸۰يمه ګڼه چاپ شوه!

سيمه ييز مطالعات ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي– څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ ل. کال کې يې خپرېدل پيل شول، په ياد ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي، اقتصادي او کلتوري حالاتو همدارنګه له نړيوالو سازمانونو او سيمه ييزو بنسټونو سره د سيمې د هېوادونو او افغانستان پر اړيکو تحليلي بحثونه خپرېږي.

د سيمه ييز مطالعات ژورنال دغه ګڼه د ۱۴۰۵ هـ.ل. کال لومړۍ او پرله پسې ۸۰يمه ګڼه ده؛ چې د څېړنوال عبدالصبور مبارز تر مسؤليت او اهتمام لاندې چاپ شوه، ياده ګڼه ۱۹۳ مخونه لري، په دغې ګڼه کې ۸ علمي- څېړنيزې مقالې خپرې شوې دي چې سرليکونه يې په دې ډول دي:

د پاکستان داخلي بې ‌ثباتي او افغانستان سره يې پر اړيکو اغېزې

ل/ څېړندوی احسان الله احسان

د افغانستان د اقتصادي اړتیاوو په ټینګښت کې د مرکزي اسيا ونډه

ل/ څېړنوال رحمت الله همت

افغانستان د چین او ایران ترمنځ د نښلوونکي دهليز په توګه

ل/ څېړنوال جلال الدين نجيم

د افغانستان اسلامي امارت په اړه د تاجکستان د بهرنۍ پاليسۍ د بدلون ارزونه

ل/ څېړندوی حمیدالله نیازی

تأثیر بحران‌های منطقه‌یی بر بازارهای داخلی افغانستان

ل/ معاون سرمحقق زهره محمدزی

له ايران سره د امريکا او صهيونستي رژيم جګړه او پر افغانستان يې اغېزې ل/ څېړندوی عاشق الله اخلاص يار

نقش آسیای مرکزی در تامین نیازهای اقتصادی افغانستان

ل/ معاون سرمحقق راضيه غوث

د ایران ـ امریکا متحده ایالاتو او اسرائیلو د جګړې په اړه د افغانستان افغانستان اسلامي امارت دريځ؛ له ايران او فارس خليج هېوادونو سره يې پر اړيکو اغېزې

ل/ څېړنوال رحمت الله همت.

یاده ګڼه په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلی او ډاونلوډ کولاې شئ....

https://asa.gov.af/.../Regional%20studies%20quarterly...

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

د علومو اکاډمي واټس اپ چینل په لاندې لینک کې تعقیبولی شئ.

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

 

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS