په خورا خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د علومو اکاډمي د اجتماعي علومو د مرکز متقاعد غړي، دروند مشر څېړنوال محمد زريم جاويد د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل روح حق ته وسپارۀ.

په خورا خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د علومو اکاډمي د اجتماعي علومو د مرکز متقاعد غړي، دروند مشر څېړنوال محمد زريم جاويد د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل روح حق ته وسپارۀ.
انالله وانا الیه راجعون،
د استاد مړینه د افغانستان په علمي ډګر کې یوه ستره ضایعه ده ،ارواښاد استاد جاويد ته د ستر څښته له درباره د جنت الفردوس هيله لرو، درنې کورنۍ، دوستانو او مينه والو ته یې له خدايه د جمیل صبر غوښتونکی یو.
د ارواښاد استاد روح دې ښاد او یاد دې تلپاتې وي.
الحکم لله