«د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې» علمي ـ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه
دا کتاب د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت اړوند د تفسیر او حدیث مرکز له لوري د هېواد په کچه د جوړ شوي علمي ـ څېړنیز سیمینار «د قرآن کریم او نبوي سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې» د مقالو ټولګه ده، چې په هېواد دننه رسنیو کې یې پراخ انعکاس موندلی و. دغه اثر د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري په (۶۹۳) مخونو کې په ښکلي صحافت چاپ شوی دی.
په دې مقالو ټولګه کې د ریاس.تال.وزراء د محترم مقام پیغام، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رئیس وینا او د هېواد د پوهانو او څېړونکو (۳۸) علمي ـ څېړنیزې مقالې شاملې دي. لیکوالانو او څېړونکو د موضوع بېلابېل اړخونه څېړلي، څو د هېواد مشرتابه ته د ښې حکومتولۍ لپاره مناسبې لارې چارې او حللارې وړاندې کړي.
د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...
يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له کتابپلورنځي څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹
د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چیل له لاندې لینک څخه تعقیبولئ شئ....
