«د ننګرهار د ټولنیز ــ اقتصادي جوړښت څېړنه ( ۱۳۹۱ ــ ۱۳۹۶)» اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۱۳:۴۷
«د ننګرهار د ټولنیز ــ اقتصادي جوړښت څېړنه ( ۱۳۹۱ ــ ۱۳۹۶)» اثر چاپ شو

دا د څېړنپوه دکتور محمد علم اسحق زی اثر دی چې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا خپور شوی دی.

د کتاب لنډه پېژندنه

په دې تحقیقي اثر کې له ۱۳۹۱ ــ ۱۳۹۶ هــ. ش کال پورې د ننګرهار ولایت د ټولنیز ــ اقتصادي جوړښت په اړه هر اړخیزه څېړنه ترسره شوې ده.

د کتاب لومړی فصل د موضوع شالید ته ځانګړی شوی دی، په دوهم فصل کې د ننګرهار ټولنیز- فرهنګي جوړښت څېړل شوی، په درېيم فصل کې د ننګرهار ولایت اقتصادي سکتورونه څېړل شوي او په اړه یې تفصیلي معلومات وړاندې شوي دي. د اثر په څلورم او وروستي فصل کې د ننګرهار ولایت د عایداتي سرچینو په اړه څېړنه شوې او یادې عایداتي سرچینې په تفصیل سره معرفي، تحلیل او څېړل شوې دي.

د اثر په وروستۍ برخه کې له څېړنې څخه لاسته راغلې پایلې، وړاندیزونه او مأخذونه راغلي دي.

د دې علمي اثر د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/.../%D8%AF%20%D9%86%D9%86%DA%AB%D8%B1...

یادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه په مناسبه بيه ترلاسه کولی شئ.

د اړيکې شمېره: 0202201279

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمي-تحقیقي را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۵۴
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لړم میاشتې پر ۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۶
Background image

په هېواد کې د تولیدي او توریدي سرو په اړه څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژي او زارعت مرکز علمي غړي څېړنوال خلیل الرحمن بارکزي (په هېواد کې د تولیدي او توریدي سرو په اړه څېړنه) تر سرلیک. . .

BACK TO NEWS