تقریظ او د اوسنیو تقریظونو ارزونه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۱۱:۱۰
تقریظ او د اوسنیو تقریظونو ارزونه

«علمي- څېړنیز کنفرانس»

کابل: د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنیار فضل الرحمن علیزي د «تقریظ او د اوسنیو تقریظونو ارزونه» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

دغه کنفرانس چې د ۱۳۹۹هـ. ش کال د تلې میاشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه، په کې ښاغلي علیزي د یادې موضوع په اړه وویل: تقریظ د هنر او ادبي آثارو د لنډې پېژندګلوۍ په زړه پورې ډول دی، زموږ په ادبیاتو کې تقریظ زیاتره د ادبي آثارو او ایجادي پدیدو د ستاینې لمنې ته لوېدلی دی، په تېره بیا له دغه علمي او مهم ډول څخه په دې وروستیو کلونو کې حتی د علمي ترفیعاتو په ترڅ کې (هغه هم په علمي موسسو کې) ډېره ناوړه ګټه اخیستل شوې، په دې معنا چې له دغه ژانره یوازې د ستاینې لپاره کار اخیستل شوی، په دغو تقریظونو کې د اثر د جوهر او ارزښت په باره کې څه نه لیدل کیږي، البته یو شمېر په زړه پورې تقریظونه هم شته خو ډېر کم.

د نوموړي په وینا، مونږ باید د تقریظ پر اړتیا او اهمیت باندې پوه شو ځکه تقریظ د یوه اثر مهمه او اړینه برخه په لنډو ټکو کې زمونږ په واک کې راکوي، تقریظ باید له انتقادي اړخه کمزوری او ستاینلیک نه وي او نه هم باید له موضوع د باندې مسایلو ته وقف شوی وي.

ده زیاته کړه، له تقریظ څخه باید وړ او مناسبه ګټه پورته شي، له علمي اصولو سره سم ولیکل شي او هغه تقریظونه چې له علمي اصولو سره سم نه وي لیکل شوي، باید رد شي.

د علومو اکاډمي دې علمي غړي په پای کې وویل، نور باید د اعزازي تقریظونو له ورکولو څخه ډډه وشي، لوایحو او مقرراتو سره سم تقریظ ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمي-تحقیقي را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۵۴
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لړم میاشتې پر ۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۶
Background image

په هېواد کې د تولیدي او توریدي سرو په اړه څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژي او زارعت مرکز علمي غړي څېړنوال خلیل الرحمن بارکزي (په هېواد کې د تولیدي او توریدي سرو په اړه څېړنه) تر سرلیک. . .

BACK TO NEWS