د خواشینۍ او تسليت پیغام

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۹:۴۵
د خواشینۍ او تسليت پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د جمهور رئیس د رسنیزو چارو سلاکار، پياوړی ليکوال او ژورناليست نبي مصداق په حق رسېدلی دی.

«انا لله و انا اليه راجعون»

نوموړی د دې ترڅنګ چې د افغانستان د فرهنګ او د ژورناليزم په برخه کې مخکښه څېره وه او په دې برخه کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي، د نېکو اخلاقو خاوند او حليم انسان و، په مړينه يې ودردېدو او د هېواد لپاره يې لويه ضایعه بولو.

د افغانستان د علومو اکاډمي رهبري او علمي غړي د نوموړي کورنۍ، خواخوږو او دوستانو ته تسليت وايي او په دې لوی غم کې ورسره ځان شريک بولي. الله تعالی دې ارواښاد مصداق وبښي، کورنۍ او خواخوږو ته يې جميل صبر غواړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۸:۳۵
Background image

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې‌چارې»علمي ـ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې‌چارې» د هغه علمي- څېړنيز سيمينار د مقالو ټولګه ده چې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې پر ۲۱مه (د ۱۴۴۷هـ.‌ق کال د شعبان المعظم ۲۲مه) ترسره شوی و. په دې (۷+. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS