د علومو اکاډمي او د کوچيانو چارو سمون ادارې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۱۲:۳۲
د علومو اکاډمي او د کوچيانو چارو سمون ادارې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

د افغانستان د علومو اکاډمي او د کوچيانو چارو سمون ادارې ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه ليک د ۱۴۰۰هـ. ش کال د غبرګولي په ۲۷مه نېټه د پنجشنبې په ورځ لاسليک شو.

دغه هوکړه ليک د علومو اکاډمي عمومي رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب او د کوچيانو چارو د سمون ادارې رئيس استاد حبیب الرحمن لاسليک کړ.

ښاغلي دکتور شکېب په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، دا هوکړه ليک د دواړو لورو د ګډو همکاريو هر اړخيزه اډانه ده چې له مخې به يې ځينې ګډ فعاليتونه او خدمات ترسره کېږي.

د هغه په خبره، دواړه لوري به د کوچي پېژندنې ملي او سيمه ييز علمي سيمينارونه او پروګرامونه جوړوي او پايلې به يې له اړوندو سکتوري ادارو سره د راتلونکو برنامو د طرح او پلي کېدو لپاره شريکوي.

ده زياته کړه، علومو اکاډمي په هېواد کې د تر ټولو سترې علمي- څېړنيزې مرجع په توګه او د کوچيانو چارو سمون اداره د کوچي قشر د فرهنګي- ټولنيز ميراث ساتنې او د اقتصاد- مالداري نظام غوړېدا په پار به هڅه کوي چې د دې هوکړه ليک مواد په بشپړه توګه عملي کړي.

ښاغلي استاد حبیب الرحمن د ياد شوي هوکړه ليک په تړاو وويل، د دې تفاهمنامې موضوع د کوچيانو فرهنګ او دودونو پالنه او د کوچيانو فرهنګ خوندي کول دي.

د ده په وينا، د کوچيانو اداره به د کوچيانو په اړه په فرهنګي او ټولنيزو برخو کې خپل پروګرامونه او پلانونه له علومو اکاډمي سره په مشوره تدوينوي.

نوموړي زياته کړه، دواړه لوري به هڅه کوي له يو بل سره د فرهنګي ميراثونو په ځانګړې توګه د کوچياني غني فرهنګ، د دودونو خوندي کولو، ساتنې او پېژندنې په برخه کې همکاري وکړي او د کوچياني فرهنګ او لرغونو تاريخی ميراثونو ساتنې او اقتصادي- مالداري د ودې په پار د اړتيا وړ څېړنې او مطالعات تشخیص او وپېژني او د يوې مشترکې څېړنيزې اجنډا د تدوين لپاره يې عملي ګامونه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۱۱
Background image

د پښتو په معاصره ادبي دوره کې د حمدیه شاعرۍ څېړنه

"د علمي-څېړنېزي پروژې دفاع" د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونيت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټیوټ د ادبیاتو او متنپوهنې څانګې علمي غړي نوماند. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د نافع کابلي رحمه الله حديثي خدمات

«د علمي – څېړنیزې پروژې دفاع» د افغانستان علومو اکاډمۍ، د اسلامي علومو معاونیت اړوند د تفسیر او حدیث مرکز د حديث او علوم حديث انسټیټوت د علوم حديث څانګې غړي نوماند څېړنيار احسان الله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۴:۴۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د لړم میاشتې پر ۸ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS