د نخودو پر وده او حاصلاتو باندې د ځینو اګروتخنیکي عملیو د اغېزو څېړنه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۲:۵۰
د  نخودو پر وده او حاصلاتو باندې د ځینو اګروتخنیکي عملیو د اغېزو څېړنه

(د علمي څېړنیزې پروژې دفاع)

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي-تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژي او کرنې د مرکز علمي منشي ښاغلي څېړنوال دکتور شاهد الله ساپي د خپلې علمي – څيړنيزې پروژې (د نخودو پر وده او حاصلاتو باندې د ځینو اګروتخنیکي عملیو د اغېزو څېړنه) تر سرلیک لاندې د څيړنپوه علمي رتبې ته د ترفيع په موخه د مرغومي د میاشتې په ۶ نېټه د ۱۴۰۴ هجري لمريز کال د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو په معاونیت کې د پوهانو او استادانو او د علومو اکاډمي له خوا د ټاکل شوي کمېسیون په وړاندې دفاع وکړه. نوموړي د سريزې سربېره د نخودو په اړه د هېواد دننه او بهر د پوهانو څېړنوپه اړه معلومات وړاندې کړل. د ښاغلي ساپي له خوا د نخودو په بوټي د ځينو اګروتخنکي عملیو، لکه د اوبه خور شمېر، د فاسفورس لرونکې سرې اندازه، د کرلو ډول او د رایزوبیوم د استعمال او نه استعمال اغېزې او همدا راز د څېړنې میتودونه او شرایط د څېړنې ارزونه، تحلیل او محاسبې په تفصيل سره بیان شوي، په پای کې د څېړنې علمي او اقتصادي ارزښت، پايلې او وړانديزونه وړاندې او د ګډون والو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شو. د ښاغلي ساپي د رسالې دفاع د ټاکلي کمېسیون له خوا د رایو په اتفاق له څېړنوال علمي رتبې څخه څېړنپوه علمي رتبې ته د ترفيع په موخه مثبته وارزول شوه.

Documents

د پروژې سلایډونه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د ليندۍ او مرغومي مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۳۸
Background image

په ټولنیزو رسنیو کې ځان سانسوري او په افغانستان کې یې عوامل او اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د اجتماعي علومو مرکز علمي غړي څېړندوی عبدالرحمن الکوزي ( په ټولنیزو رسنیو کې ځان سانسوري او په افغانستان کې یې عوامل او اغېزې) تر سرلیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

«د اسلامي نظام اقتصادي مسؤولیتونه» د مقالو ټولګه چاپ شوه

دغه ټولګه چې په (۸) مقالو مشتمله ده، په (۲۶۵) مخونو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له خوا په وزيري سایز کې د نوماند څېړندوی حافظ شاه محمد موسی زي په. . .

BACK TO NEWS