«د اسلامي نظام اقتصادي مسؤولیتونه» د مقالو ټولګه چاپ شوه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۴۹
«د اسلامي نظام اقتصادي مسؤولیتونه» د مقالو ټولګه چاپ شوه

دغه ټولګه چې په (۸) مقالو مشتمله ده، په (۲۶۵) مخونو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له خوا په وزيري سایز کې د نوماند څېړندوی حافظ شاه محمد موسی زي په اهتمام او څېړنوال مفتي محمد نبي المیداني په ایډيټ چاپ شوه.

دغه ټولګه «د اسلامي نظام اقتصادي مسؤولیتونه» تر سرلیک لاندې د علمي- څېړنيز سيمينار د مقالو ټولګه ده چې ياد عنوان د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز علمي مجلس کې غوره شوی او سلسلةً د اسلامي علومو معاونیت او بالآخره د افغانستان د علومو اکاډمۍ د مشرتابه په ځانګړې پاملرنې د 1446 هـ. ق کال شعبان المعظم میاشت، په 27 چې د 1403 هـ. ش، حوت میاشت، 8 نېټې سره سمون لري، د علومو اکاډمۍ د علامه کهزاد په تالار کې د هېواد په کچه د يو ورځني سيمينار په توګه وړاندې شو چې پراخ رسنيز انعکاس يې درلود.

په یاده ټولګه کې دې موضوع ته کتنه شوې چې په اسلامي نظام کې حاکم او رعیت یو پر بل ځانګړي حقوق او مسؤولیتونه لري، هر لوری باید کوښښ وکړي چې دا حقوق او مسؤولیتونه سرته ورسوي، د اسلامي نظام له مهمو مسؤولیتونو څخه یو دا دی چې په خپل قلمرو کې د داسې معاملاتو په کلکه مخه ونیسي چې سود، غرر، قمار، یا نور فاسدوونکي عناصر په کې وي. اسلامي نظام باید د ناجائزو معاملاتو په منع کولو سره، هغو معاملاتو ته د تطبیق زمینه برابره کړي چې شریعت سره همغږي وي څو د هېواد اقتصاد له ځنډ یا خنډ سره مخ نه شي.

په همدې هدف (۸) عنوانه هغه مقالې چې په سيمينار کې د وړاندې کولو او چاپ لپاره د معيارونو د پوره كولو وروسته انتخاب شوي، دا دی ټولګه يې ستاسې حضور ته وړاندې کېږي.

په دې هيله چې د دغه ټولګې عالمانه پيغامونه او علمي- څېړنيزې مقالې د اسلامي نظام د لا استحکام، له نړۍ او خپلو خلکو سره يې د لا ښه تفاهم، يو د بل د ملاتړ او پرمختګونو سبب شي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-03/Economic%20Responsibilities%20of%20the%20Islamic%20System.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست اړوند کتاب پلورنځي څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS