په ټولنیزو رسنیو کې ځان سانسوري او په افغانستان کې یې عوامل او اغېزې

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۳۸
په ټولنیزو رسنیو کې ځان سانسوري او په افغانستان کې یې عوامل او اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د اجتماعي علومو مرکز علمي غړي څېړندوی عبدالرحمن الکوزي ( په ټولنیزو رسنیو کې ځان سانسوري او په افغانستان کې یې عوامل او اغېزې) تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې شو.

یاده څېړنه د توصیفي ـ تحلیلي میتود پر بنسټ او د کمي څېړنې له طریقې ترسره شوې ده. د معلوماتو راټولو لپاره معیاري پوښتنلیک کارول شوی  چې راټول شوي معلومات د SPSS 26  احصائیوی سافټویر له لارې تحلیل شوي دي.

د څېړنې پایلې ښیي چې ځان‌سانسوري په ډیجیټلي چاپېریال کې یوه محسوسه او پراخه پدیده ده، چې یوازې یو فردي رواني تصمیم نه، بلکې له ټولنیزو، سیاسي او کلتوري عواملو سره ژور تړاو لري. پایلو وښودله چې د بېلابېلو، سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو عواملو له امله خلک په ټولنیزو رسنیو کې ځان سانسوري کوي چې تر ټولو قوي ډول یې د سیاسي موضوعاتو څخه ډډه کول دي، ، د ټولنیزڅار احساس، او د کورنۍ او کارځای فشار، هم د ځان‌سانسورۍ مهم عوامل ثابت شول. دا ښيي چې ځان‌سانسوري یوازې د انلاین فضا محصول نه دی، بلکې د افلاین ټولنیزو اړیکو او قدرتي جوړښتونو اغېز هم پکې شامل دی. همدارنګه، ټولنیز، کلتوري او مذهبي ارزښتونه هم د افرادو په ځان سانسوري کې د پام وړ رول لري، چې دا څرګندوي خلک هڅه کوي خپل بیان د ټولنې له حاکمو نورمونو سره عیار کړي. د منفي تبصرو، عامه نیوکو او انلاین سپکاوي ویره هم د پام وړ کچه لري په ټوله کې، که څه هم ټولنیزې رسنۍ د بیان ازادۍ لپاره پراخ فرصتونه برابروي، خو هممهاله د ټولنیز فشار، سیاسي حساسیت او نظارتي چاپېریال له امله د ځان‌سانسورۍ کچه لوړه ساتي. دا حالت کولای شي د عامه بحث کیفیت کم کړي، د نظرونو تنوع محدوده کړي، او په اوږدمهال کې د انتقادي فکر د کمزوري کېدو سبب شي. د څېړنې موندنې د چوپتیا مارپیچ له تیورۍ سره همغږي لري، ځکه چې د دې تیورۍ له مخې افراد هغه مهال خپل نظر نه څرګندوي کله چې ځان په اقلیت کې احساس کړي یا د ټولنیز انزوا او منفي عکس‌العمل ویره ولري. د سروې پایلې ښيي چې د منفي غبرګون، څارنې او فشار احساس خلک دې ته اړ باسي چې خپل نظر محدود کړي.

د کنفرانس په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته د څېړونکي له لوري قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شو او د ټاکل شوي کمیسیون ټولو غړو د رایو په اتفاق سره یاد علمي ـ څېړنیز کنفرانس مثبت وارزوه.

Documents

د کنفرانس سلایډونه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز علمي غړي نوماند څېړندوی ساجد نجیب زي د نوماندۍ رتبې د رفع کولو په موخه (د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

BACK TO NEWS