د درې ګونو انتیګرالونو او د هغو د ځینو تطبیقاتو څېړنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۲:۳۰

«د علمي - تحقیقي پروژې دفاع»

د ریاضي، فزیک او تخنیکي علومو د مرکز، د ریاضي او فزیک د انستیتوت علمي غړي ښاغلي څېړنیار سیدنعیم "سایق" د روان کال د عقرب د میاشتي په 18- امه نېټه د چهار شنبې په ورځ سهـار 10 بجي " د درې ګونو انتیګرالونو او د هغو د ځینو تطبیقاتو څېړنه" تر سرلیک لاندې له خپلې علمي – څېړنیزي پروژې څخه د پوهانو او استادانو په حضور کې په بریالۍ توګه دفاع وکړه.

څېړونکي په پیل کې د علمي - څېړنيزي موضوع اهمیت، اړتیا، موخه او پوښتنې بیان کړي. بیا یې د موضوع شالید (د کالکولس لنډه تاریخچه له لومړنۍ تر معاصرې دورې پورې)، په اړه خبري وکړي. ورپسې یې د درې ګونو انتیګرالونو اړوند عمومي معلومات: د درې ګونو انتیګرالونو پېژندنه، د هغو د محاسبې څرنګوالی په دیکارتي، استوانوي او کُروي مختصاتو کې او د نوموړو انتیګرالونو اړوند ځينې قضایاوي وړاندې کړي. همدارنګه، نوموړې د درې ګونو انتیګرالونو په تطبیقاتو او کارولو ځایونو باندې مفصل او هر اړخیز بحث وکړ چې د هغو له جملې څخه: د درې ګونو انتیګرالونو په مرسته د جسمونو د حَجمونو ترلاسه کول، په ځانګړي ډول د هغو جسمونو د حجمونو ترلاسه کول چې د څو هموارو منحنیاتو په واسطه محدود شوي وي او په معمولي او دوه ګونو انتیګرالونو سره د هغو د حجمونو لاسته راوړل ناشوني وي، لکه: د ناهموارو کُرو حجم چې په طبي څېړنو کې د تومور (Tumors) د موډلینګ لپاره کارول کېږي، د درې ګونو انتیګرالونو په مرسته د جسمونو د کتلو، د کتلو مرکزونو، ستاتیکي او عطالتي مومنټونو ترلاسه کول چې په طبیعي علومو، په ځانګړي توګه په فزیک او انجنیري کې ډېر کارول کېږي او د دغو علومو له عمده او حیاتي اړتیاوو څخه شمېرل کېږي او د نوموړو انتیګرالونو اړوند د ځینو تیوریکي مسایلو حل، د یادولو وړ دي. سربېره پر دې، د درې ګونو انتیګرالونو د محاسبوي اسانتیاوو په ښودنه باندې هم بحث وشو. په پای کې بحث په ارزښتنمو پایلو او وړاندیزونو سره پای ته ورسیده او د پوهانو پوښتنو ته مناسب او قناعت بخش ځوابونه ورکول شول. بالاخره، د ارزونې د کمېسیون له لوري دفاع د رأیو په اتفاق سره مثبت او بریالۍ و ارزول شوه او غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.

د علمي - تحقیقي پروژې دفاع  مکمل سلایډونه له لاندې لینک څخه وګورئ:

https://asa.gov.af/sites/default/files/2022-11/t_sayeq_last_presentation_for_defence.pdf