په هېواد کې د بکویټ (Buckwheat) د کرکېلې د دودولو په موخه د هغه د غذایي او اقتصادي ارزښت څېړل
لیکوال: څېړندوی محمد منیر نظیري
لنډيز
په دې علمي - څېړنیزه مقاله کې د بکویټ د نبات په اقتصادي او غذایی ارزښت بحث شوی. بکویټ (Fagopyrum esculentum) یو ارزښتناکه کرنیز نبات دی، لوړ غذايي ارزښت لري، د نړۍ په ځينو هېوادونو کې په پراخه کچه کرل کېږي او کښت یې خورا اقتصادي اهمیت لري. بکویټ خورا خوړه یز ارزښت لري چې ډیری خلک یې د سوپر فوډ (عالي خوړه) په توګه ګڼي. د روغتیایی ګټو له اړخه کولای شي چې د زړه د ناروغیو په مخنیوی، د وزن کمولو، او د شکر ناروغۍ اداره کولو کې مرسته وکړي. بکویټ د پروټین، فایبر او انرژۍ ښه سرچینه ده.
بکویټ د وريجو، غنمو، باجرې او جوارو په پرتله ډیر پروتین لري او د اړینو امینو اسیدونو، لکه: Lysine او Arginine acid درلودونکی دی، چې په اکثرو حبوباتو کې یې کچه لږه ده. د دغو ځانګړو امینو اسیدونو شتون بکویټ ته دا ځانګړنه وربښي چې د لوبیا او د حبوباتو د پروتینونو په څېر د بکویټ د پروتین ارزښت لوړ کړي. بکویټ د ریښتینو غلو په ډول ګلوټین نه لري.
بکویټ د ډیرو غله جاتو، لکه: وریجو، غنمو او جوارو په پرتله د ویټامینونو او منرالونو له اړخه بډای دی. د بکویټ په په دانه کې غذايي فایبر، ویټامین B1، ویټامین B2، ویټامین B6، ویټامین PP، پوتاشیم، سیلیکان، مګنیزیم، فاسفورس، اوسپنه، کوبالټ، منګنیز، مس، مولیبډینم، سیلینیم او زنک شتون لري.