د افغانستان د علومو اکاډمي ته د علمي - تحقیقي مقالو سپارلو لارښود

Ezatullah_admin
د افغانستان د علومو اکاډمي ته د علمي - تحقیقي مقالو سپارلو لارښود

افغانستان د علومو اکاډمي د علمي څېړنو د ودې، د لیکوالو د هڅونې او د ملي او نړیوالو علمي معیارونو د مراعت په موخه، د مختلفو څانګو څېړنیزې او علمي مقالې ترلاسه کوي. د مقالو د خپرېدو لپاره د شفافو اصولو او معیارونو موجودیت اړین دی، څو علمي ارزښت او د اکاډمیکو نشریاتو اعتبار وساتل شي. له همدې امله، هغو درنو لیکوالانو ته چې خپلې څېړنیزې مقالې د خپرېدو لپاره رالېږي، د موادو او شرایطو لړلیک وړاندې کېږي، تر څو د خپلو اثارو په برابرولو کې ورته پوره پاملرنه وکړي:

• مقاله دې له یوې رسمي پتې څخه چې په هغې کې د ليکوال نوم، تخلص علمي رتبه، د ټېلېفون شمېره او برېښناليک پته وي؛ د علومو اکاډمۍ ادارې ته را ولېږل شي.

• رالېږل شوې مقاله بايد پوهنيزه ـ څېړنيزه بكره او له منل شويو علمي معيارونو سره برابره وي.

• رالېږل شوې، مقاله باید په بله خپرونه کې نه وي خپره شوي.

• د مقالې سرلیک باید لنډ او له منځپانگې سره سمون ولري.

• مقاله باید د ۸۰ او ۲۰۰ کلمو ترمنځ لنډيز ولري او د څېړنې پوښتل شوې پوښتنه ځواب کړای شي. همدغه راز لنډیز باید د یونسکو په يوې ژبې ژباړل شوی وي.

• مقاله باید د سریزې اهمیت، مبرمیت، موخې، د څېړنې پوښتنې، د څېړنې مېتود، پايلې او مأخذونو لرونکې وي او په متن کې مأخذ ته نغوته شوې وي.

• مقاله باید د لیکوالۍ له اصولو سره سمه وي، املایي او انشايي تېروتنې ونه لري.

• د مقالې حجم په Ms. Word کې لږ ترلږه ۷-مخه او زیاته اندازه یې ۱۵-معياري A4 مخونه وي د فونټ سایز ۱۳، د کرښو ترمنځ فاصله باید (Single) وي او ادارې ته دې سافټ او هارد کاپي دواړه را ولېږل شي.

• د مجلې کتنپلاوی د علومو اکاډمي د نشراتي لایحې له مخې د یوې مقالې د تائید او رد واک لري.

• د رالېږل شویو مقالو شننه او څېړنه د ليکوالو فکري زېږنده ده، لیکوال ته بويه چې سپیناوی يې په خپله وکړي، اداره یې په سپيناوي کې کوم مسئولیت نه لري.

• د مجلې له چاپ شويو مقالو څخه استفاده کول، بې له مأخذه جواز نه لري.

• ادارې ته رالېږل شوې مقاله بېرته ليکوال ته نه ورکول کېږي.

اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ژبې آزموینې د پایلو خبرتیا!

د افغانستان د علومو اکاډمي د تیرې دوه‌نې (دوشنبې) ورځي ( 20/تلې/۱۴۰۵) نېټې د علومو اکاډمي د کادري بستونو نوماندانو د ژبې آزموینې پایلې په لاندې لینک کې کتلی شئ.

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴۳
Background image

د علومو اکاډمي د کادري بستونو د ژبې ازموینې خبرتیا!

ټاکل شوې ده چې د علومو اکاډمۍ د کادري ازموینې کمېټه په مسلکي ازموینه کې له بریالي شوو نوماندانو څخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوه‌نۍ (دوشنبې) په ورځ د ژبې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۸
Background image

د تېرې چهارشنبې ورځې د کادري بستونو دآزموینې د پایلو خبرتیا!

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبي علومو، ځمکپوهنې، ټولنیزو علومو، سیمه‌ییزو مطالعاتو او ژبو او ادبیاتو مرکزونو د چهارشنبې ورځي ( 8/تلې/۱۴۰۵ ) نېټې د نوماندانو د مسلکي آزموینې پایلې په . . .

Back to announcements