د سيمه ييزو مطالعاتو ژورنال ۱۴۰۴ ل، د درېيمې ربعې ۳ مه، پرله پسې ۷۸ مه ګڼه چاپ شوه!
سيمه ييزو مطالعاتو ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي– څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ ل. کې يې خپرېدل پيل شول، په ياد ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي، اقتصادي او کلتوري حالاتو همدارنګه له نړيوالو سازمانونو او سيمه ييزو بنسټونو سره د سيمې د هېوادونو او افغانستان پر اړيکو تحليلي بحثونه خپرېږي.
د سيمه ييز مطالعات ژورنال د درېيمې ربعې ۳ مه چې د ۱۴۰۴ ل، پرله پسې ۷۸ مه ګڼه ده؛ د څېړندوی بشرمل زرغون تر مسؤليت او اهتمام لاندې چاپ شوه، ياده ګڼه ۱۹۰ مخونه لري، دغه ګڼه د يوه سيمېنار (افغانستان او سيمه؛ فرصتونه او ننګونې، دويمه برخه) مقالو ته ځانګړې شوې چې په کې ۹ علمي- څېړنيزې مقالې خپرې شوې دي، سرليکونه يې په دې ډول دي:
۱- نقش صلح مثبت در فراهم آوری زمينه های همکاری استراتيژيک...، مؤلف: معاون سرمحقق دکتور محمداعظم طارق.
۲- تجزيه و تحليل وضعيت حقوقی آب های فرامرزی...، مؤلف: معاون سرمحقق غلام نبی حنفی.
۳- د سيمې هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو...، ليکوال: څېړندوی شوکت الله عابد.
۴- بررسی سطح تجارت ميان افغانستان و کشورهای...، مؤلف: فريدالدين نادری.
۵- په افغانستان کې د سيمه ييزو اقتصادي پروژو...، ليکوال: څېړندوی شجاع الله امان.
۶- بررسی اثرات اجتماعی و اقتصادی بازګشت...، مؤلف: خيرالله خيرخواه.
۷- له سيمه ييزو هېوادونو سره د اسلامي امارت...، ليکوال: څېړندوی عبدالرحمن الکوزی.
۸- نقش همکاری و همګرايی منطقه ای در توسعه...، مؤلف: هاشم هدايت.
۹- د مرکزي آسيا په اړه د اسلامي امارت د بهرني...، ليکوال: څېړنيار حميدالله نياز.
یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...
تاسې کولای شئ چې یاده ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹
