د معنا پوهنې او کارونپوهنې (پراګماټیکس) پېژندنه، اړیکې او توپیرونه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۷
د معنا پوهنې او کارونپوهنې (پراګماټیکس) پېژندنه، اړیکې او توپیرونه

د ١٤٠٥ ل. کال د وري په ١٩مه نېټه د څلورنۍ په ورځ د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او انسټیټيوټ علمي غړي څېړندوی خالد تکل د څېړنوالۍ علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه خپل علمي - څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

په دغه کنفرانس کې څېړونکي په ژبپوهنه کې د معنا پوهنې پر نقش، مخينې، ځانګړنو او د معنا پوهنې د بېلابېلو څانګو اړوند د خپلې څېړنې معلومات شریک کړل. ورپسې په کارونپوهنه (پراګماټیکس) او له معنا پوهنې سره یې پر اړیکو او توپیرونو بېلګه ییز بحث او تحلیل وړاندې شو چې د کارونپوهنې ژبنی ارزښت یې په ډاګه او دا یې په پښتو ژبپوهنه کې نوې او د پاموړ موضوع وګڼله.

څېړونکي په خپلو خبرو کې وویل: معنا پوهنه د وییونو او جملو د قاموسي معناوو په روښانولو کې مرسته کوي، خو کارونپوهنه بیا د ژبې پر داخلي اړخ سربېره بهرنیو چینلونو، فرهنګي او موقعیتي اوب یا قرینه کې د ژبې د پوهاوي راپوهاوي چاره ترسره کوي.

د ژبپوهانو په اند معنا پوهنه او کارونپوهنه دواړه د ژبپوهنې څانګې دي او تر نحوې وروسته دواړه د جملو او وینا په معنا او رساوالي کې مرسته کوي او ابهام له منځه وړي. د ژبپوهانو په وینا معنا پوهنه او کارونپوهنه دواړه په ډېر پېچلي ډول له یو بل سره تعامل کوي، نو پکار ده چې يوځای مطالعه شي، ترڅو دا جوته شي چې په یوه ساده جمله کې د څو معناګانو شونیتا شته. 

په پای کې څېړونکي د ګډونوالو پوښتنو ته مقنع ځوابونه وویل او د کنفرانس د علمي کمېسیون له لوري، د څېړونکي دغه علمي - څېړنیز کنفرانس مثبت وارزول شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS