نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس ترسره شو.

یاد کنفرانس د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره پیل شوه، په پیل کې د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو مرستیال مولوي مفتي امیرجان ثاقب صاحب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ افتتاحیه وینا وکړه، محترم ثاقب صاحب په خپله وینا کې وویل: نړیوالتوب دا معنی نه ده چې نړۍ هرڅه کوي نو مسلمان دې د هغه تابعداري کوي او په هغه لاره دې ځي، بلکې نړیوالتوب به د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د منلو وړ وي. ځکه چې په یو کلي کې څو کورونه ژوند کوي او په یو داسې کار باندې پرېکړه وکړي چې هغه یو کور ته په پوره توګه زیان رسوونکی وي، نو دا کار به یې د منلو وړ نه وي.

وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت پیغام ولوستل شو، په پیغام کې وویل شول چې، نړیوالتوب د معاصرې نړۍ له هغو مهمو بدلونونو څخه دی چې اقتصادي، علمي، فرهنګي رسنیز او ټېکنالوژیک اړخونه یې د ملتونو ترمنځ اړیکې لا پراخې کړې دي. موږ باور لرو چې که له نړیوالتوب څخه د اسلام د شمولیت او کاملیت د تطبیق استفاده وشي او د الله تعالی پیغام ټول بشریت ته ورسول شي او د عملي کولو هڅې یې وشي، دا به د بشریت د نجات، پرمختګ او په ټوله نړي کې د عدالت تامینولو یو تر ټولو غوره فرصت وي او که نړیوالتوب د فرهنګي یرغل، رسنیزو تبلیغاتو، ناسمو معلوماتو، اخلاقي انحراف، د پردیو ارزښتونو د ترویج او د اسلامي او ملي هویت د کمزوري کولو وسیله وګرځول شي دا بیا د بشریت د تباهۍ او انساني ټولنې او ارزښتونو له منځه وړلو پرته بله پایله نه لري.

ورپسې د تجارت او صنعت محترم وزیر نور الدین عزیزي صاحب وینا وکړه او له علومو اکاډمي څخه یې د دې کنفرانس د دایرولو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې زموږ اسلام نړیوال دی او هره برنامه د اسلام نړیواله ده او په نړۍ کې په مختلفو برخو کې چې کوم نوښتونه راځي، موږ هم ورته اړتیا لرو. خو موږ یې باید د اسلامي اصولو په چوکاټ کې برابر کړو.

ورپسې د علومو اکاډمي د اسلامي علومو مرستیال محترم مفتي ابو سعید راشد صاحب د نړیوالتوب ګټي او تاوانونه تر سرلیک لاندې خپله مقاله وړاندې کړه ، محترم مفتي صاحب وویل: د عثماني خلافت له نړېدو وروسته د نړیوالتوب یا (Globalization) مفکوره په غرب کې راپیدا شوه، هدف یې دا و چې د اسلامي نړي او مسلمانانو پرمختګ او په ټوله نړۍ باندې د دوی حاکمیت په کې مطالعه کړي، دا هغه وخت و چې مسلمانانو په ټوله نړۍ باندې د حاکمیت او پرمختګ پلانونه درلودل او په عین حال کې په نړۍ مسلمانان حاکمان وو. نو په همدې اساس هغه مفکوره چې په مسلمانانو کې یې وجود درلود، همغه مفکوره یې د ځان لپاره نمونه وګرځوله او په دې فکر کې شول چې څنګه مسلمانانو په سوونو سوونو کلنو په نړۍ حکومت وکړ او په کوم بنیاد یې وکړ. نو په همدې اساس د جهاد، قربانۍ، مبارزې، مقاومت او دفاع په څېر اسلامي ارزښتونه د معاصرو دسیسو او فکري یرغلونو اصلي اهداف ګرځېدلي دي. د نړیوالتوب تر عنوان لاندې یو داسې نړیوال نظام رامنځته شوی چې له سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، علمي او کلتوري لارو د اسلامي نړۍ پر ارزښتونو اغېز کوي.

وروسته د ملي دفاع وزارت سرمفتش محترم مفتي لطیف الله حکیمي صاحب وینا وکړه او زیاته یې کړه چې، نړیوالتوب نړۍ له اسلام څخه زده کړی، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته هجرت وکړ مدینې منورې لپاره یې یو سالم چاپېریال رامنځته کړ او د حکومتولۍ لپاره یې اساس جوړ کړ، چې نړۍ له هغه اساس څخه الهام واخست. دا هر څه له اسلام څخه اخستل شوي چې روښانه بېلګه یې د (وثیقة المدینه) ده. نو اوس چې نړیوالتوب افغانستان ته راغلی باید سالمه استفاده ترې وشي او له عصري ټکنالوژۍ څخه ګټه واخستل شي او په موږ کې د دې پیاوړتیا شته چې ترې ګټه واخلو، موږ نړۍ ته دا ثابته کړې چې مونږ په نړیوالتوب باندې پوهېږو او هم په پرمختک باندې پوهېږو.

ورپسې د عدلیې وزارت مسلکي معین محترم مولوي عبد الکریم حیدر صاحب وینا وکړه، هغه زیاته کړه چې، الله تعالی فرمايي: (وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ) د قرآن کریم دغه آیت کریمه په هر زمان کې په داسې شکل باندې صادقېږي چې د هغه زمانې ټولو نویو عصري انکشافاتو ته شاملېږي، د بېلګې په توګه پخوا د ترانسپورت وسایل حیوانات وو، الله تعالی چې داسې وسیله به درته پیدا کړم چې تاسو ورباندې نه پوهېږئ، الله تعالی خلکو ته موټر پیدا کړ، په بل عصر کې یې ورته ریل ګاډې او تیاره پیدا کړه. همدا آیت کریمه د عصري علومو او ساینس او نوي ټکنالوژي لپاره یو مهم اساس، په دې باندې موږ مکلف کوي چې موږ باید د خپل عصر د اړتیاو مطابق به په دغه برخه کې زده کړه کوو، روزنه به ترسره کوو، پرمختګ به لرو، اختراع به کوو او تخنیک به مخته وړو. موږ د دې هر څه وړتیا لرو، ظرفیتونه لرو، خو امکانات مو کم دي. انسان الله تعالی اجتماعي الطبع پیدا کړی دی چې د خپلو احتیاجاتو د پوره کولو لپاره به له نورو سره لاس ورکوي او خپلې اړتیاوې به پوره کوي. په همدې لحاظ موږ هر یو په دې مکلف یو چې خپل ضروري حاجات په هره مشروعه طریقه پوره کړو.

وروسته د اقتصاد وزارت محترم وزیر قاري دین محمد حنیف صاحب وینا وکړه او د دې کنفرانس د جوړو په پار یې د علومو اکاډمي له مشرتابه څخه مننه وکړه چې په موقع باندې یې دا کنفرانس دائر کړی دی او زیاته یې کړه چې نړۍ د یوه کوچني کلي په څېړ جوړه شوې ده. نن نړیوالتوب د ټولو پر وړاندې د یو دوه لارې په څېر دی چې، یا به له اقتصادي پرمختګ څخه ګټه پورته کېږي او یا به له اقتصادي ضعف سره مخ کېږي. انتخاب زموږ په لاس کې دی، کولای شو چې په تدبیر او پلان جوړونې سره د هېواد د اقتصادي پرمختګ له فرصتونو څخه ګټه پورته کړو او اقتصادي ضعف ته د پاي ټکې کېږدو.

یاد کنفرانس چې د علومو اکاډمي د پوهانو، د هیواد د نورو علمي ادارو دیني عالمانو، استاذانو، څېړونکو په ګډون جوړشوی و، د امارتي مسؤلینو او دیني عالمانو په علمي او ګټورو ویناوو سربېره د علمي کمېسیون له خوا تائید شوې مقالې په کې ولوستل شوې.

په پای کې د پریکړه لیک په توګه د ګډون کوونکو له خوا لاندې موارد تصویب او اړوندو مراجعو ته وړاندیز شول:

۱.         نړیوالتوب یوه غربي پدیده ده چې اسلامي نړۍ ورسره مواجه ده؛ نو له نړیوالتوب څخه د ښې ګټې اخیستنې په موخه دې د اسلامي نړۍ پوهنتونونو او څیړنیزو مرکزونو ترمنځ علمي اړیکې، کنفرانسونه، سیمینارونه او ګډې پروژې ترسره شي ترڅو له منفي اړخونو څخه خوندي او د استفادې وړ وي.

۲.         اسلامي هیوادونه باید د تعلیم، څیړنې، نوښت او ټکنالوژۍ په برخه کې د شریعت له اصولو او ارښتونو سره سم مشترکه پانګونه او خپلو کې مرسته او همکاري زیاته کړي، ترڅو د غربي هیوادنو له انحصار او استعمار څخه د نړیوالتوب په څپو کې خوندې او محفوظ پاتي شي.

۳.         اسلامي امارت باید د اقتصادي خپلواکۍ د پیاوړتیا لپاره د سیمه ییزو او اسلامي اقتصادي همکاریو پراختیا ته لومړیتوب ورکړي ترڅو د اقتصادي نړیوالتوب په بهیر کې د هیواد اقتصاد متأثر نشي.

۴.         رسنۍ او ټولنیزې شبکې باید د عامه پوهاوي، اسلامي ارزښتونو د ترویج او د ناسمو تبلیغاتو د مخنیوي لپاره په اغیزمن ډول کار وکړي، ترڅو د نړیوالو رسنیو له زهرجنو تبلیغاتو څخه هیوادوال سالم لوري ته توجیه کړای شي.

۵.         د افغانستان د علومو اکاډمي، پوهنتونونو او رسنیزو بنسټونو ترمنځ دې د نړیوالتوب د منفي اغیزو په اړه ګډې علمي څیړنې ترسره او خپري شي.

۶.         د افغانستان علمي، دیني او فرهنګي بنسټونه دې د ټولنیزو رسنیو او نویو ارتباطي ټکنالوژیو له امکاناتو څخه د علم، څیړنې، سالم فکري پوهاوي او اسلامي ارزښتونو د ترویج لپاره اغیزمنه استفاده وکړي.

۷.         د اقتصادي نړیوالتوب له منفي اغیزو څخه د خوندیتوب په موخه، د هیواد اړوندو وزارتونو  ته وړاندیز کیږي چې په خپلو فعالو هڅو سره د مشترک اسلامي بازار رامنځته کولو لپاره کوښښونه وکړي.

۸.         د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست ته وړاندیز کیږي چې د دې کنفرانس د مقالو ټولګه چاپ او خپره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

BACK TO NEWS