«د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې» علمي ـ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۲۴
«د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې» علمي ـ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

دا کتاب د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت اړوند د تفسیر او حدیث مرکز له لوري د هېواد په کچه د جوړ شوي علمي ـ څېړنیز سیمینار «د قرآن کریم او نبوي سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې» د مقالو ټولګه ده، چې په هېواد دننه رسنیو کې یې پراخ انعکاس موندلی و. دغه اثر د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري په (۶۹۳) مخونو کې په ښکلي صحافت چاپ شوی دی.

په دې مقالو ټولګه کې د ریاس.ت‌ال.وزراء د محترم مقام پیغام، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رئیس وینا او د هېواد د پوهانو او څېړونکو (۳۸) علمي ـ څېړنیزې مقالې شاملې دي. لیکوالانو او څېړونکو د موضوع بېلابېل اړخونه څېړلي، څو د هېواد مشرتابه ته د ښې حکومتولۍ لپاره مناسبې لارې چارې او حل‌لارې وړاندې کړي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-08/The%20ways%20of%20good%20governance%20according%20to%20the%20quran%20and%20prophetic%20sunnah.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له کتابپلورنځي څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چیل له لاندې لینک څخه تعقیبولئ شئ....

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۳
Background image

د افغانستان علومو اکاډمي ته د ننګرهار پوهنتون د محصلینو راتګ (علمي سیر)

نن یوه‌نۍ (یکشنبه) د ۱۴۰۵ ل کال د لړم (عقرب) میاشتې پر ۱۰مه، (۲۰ / ۵ / ۱۴۴۸ هـ) نېټه د ننګرهار پوهنتون د بشري علومو پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې ۳۵ تنو محصلینو د یاد پوهنتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د علمي شخصیت اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي د وفات له امله د افغانستان د اسلامي امارت د علومو اکاډمي د تسلیت پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نامتو څېړونکي، علمي شخصیت، لیکوال او شاعر اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي د اجل داعي ته لبیک ویلی او له دې فاني نړۍ څخه یې سترګې. . .

BACK TO NEWS