د افغانستان علومو اکاډمي ته د ننګرهار پوهنتون د محصلینو راتګ (علمي سیر)
نن یوهنۍ (یکشنبه) د ۱۴۰۵ ل کال د لړم (عقرب) میاشتې پر ۱۰مه، (۲۰ / ۵ / ۱۴۴۸ هـ) نېټه د ننګرهار پوهنتون د بشري علومو پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې ۳۵ تنو محصلینو د یاد پوهنتون د استاد پوهندوی مبارز زيرمند په مشرۍ او د دعوت او ارشاد د استازي قاري صاحب زاهد الله په ملتیا، د افغانستان د علومو اکاډمي له مرکزي کتابتون او اتنوګرافیک څېړنیز موزیم څخه لیدنه وکړه.
د دې علمي سفر په لومړي پړاو کې یې د افغانستان د علومو اکاډمي له بډایه او تخصصي کتابتون څخه لیدنه وکړه، چې هلته ورته د نادرو آثارو، خطي نسخو، ژباړو او علمي -څېړنیزو مجلو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول او محصلینو ته لارښوونه وشوه چې څنګه کولای شي د خپلو اکاډمیکو څېړنو، پروژو، کنفرانسونو او مونوګرافونو برخه کې له دغو مأخذونو څخه ګټه پورته کړي.
په دویم پړاو کې، استادانو او محصلینو د اتنوګرافیک څېړنیز موزیم بېلابېلې برخې وکتلې، چې د افغانستان د اصیل کلتور، کلتوري تنوع، تاریخي آثارو او د ادبیاتو سره د مادي کلتور پر تړاو ورته معلومات ورکړ شول.
دا لیدنه د انګلیسي څانګې د محصلینو د فکري او څېړنیزې کچې د لوړولو لپاره خورا ګټوره وه او په پای کې د ننګرهار پوهنتون پلاوي د علومو اکاډمۍ د مسوولینو له تود هرکلي څخه ځانګړې مننه وکړه او د دواړو علمي بنسټونو ترمنځ یې پر دوامداره کلتوري او علمي همکاریو ټینګار وکړ.
