د“حجاب” اثر چاپ شو!

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۳:۰
حجاب

د مفتي محمد شفیع عثماني رحمه الله کتاب (تفصیل الخطاب في تفسیر آیات الحجاب)، چې د علومو اکاډمۍ د ژباړې مرکز رئیس، مولوي احمدالله هاشمي ژباړلی، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست چاپ کړ.

په دغه کتاب کې د حجاب مسأله د اوو آیتونو او اویاوو حدیثونو له مخې څېړل شوې او تطبیق شوې ده او حجاب یې پر درېوو درجو وېشلی، چې لومړنۍ دوې یې منصوصي او غیر اختلافي دي او درېمه یې اختلافي او اجتهادي ده چې د ټولو مذاهبو رأیه په کې بیان شوې ده. په پای کې یې خبره اتفاق ته ور ټوله کړې ده.

د کتاب ژبه عام فهمه او محتوا یې د هر چا تر غوږونو او زړه پورې آسانه رسېدای شي.

دغه کتاب دري ژبې ته هم ژباړل شوی، چې ډېر ژر به چاپ شي.

د دغه اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-11/The%20Guidance%20of%20Hijab%20in%20Quran%20and%20Sunnah.pdf

يادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS