د «صلیبي جګړې د عربانو له خولې» په نوم اثر چاپ شو!

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۱:۱۸
صلیبي جګړې د عربانو له خولې

یاد کتاب د علومو اکاډمي د ژباړې مرکز غړي ښاغلي سلیمان اسلام دوست پښتو ته ژباړلی او د اطلاعاتو او عامه اړیکو محترم ریاست لخوا د وزیري کچې په (۳۵۲) مخونو کې چاپ شوی.

د امین معلوف په دې اثر کې د بشـري تاریخ پر یوې مهمې موضوع، یعنې صلیبي جګړو څېړنه شوې، خو په لنډه او داستاني شکل  او د عربي مؤرخانو د آثارو په استناد بیان شوې. له معاصرو مسایلو سره د تاریخي پېښو تړل، د بېلابېلو روایتونو تر مقایسې وروسته د موضوع شننه او په ښکلو ادبي استعارو او ترکیبونو یې بیانول د کتاب یوه بله غوره ځانګړنه ده.

دا کتاب په اصل کې په فرانسوي ژبه لیکل شوی او بیا په لنډه موده کې عربي، فارسي، روسي، انګریزي، جرمني او داسې نورو ګڼو ژبو ته ژباړل شوی او تر اوسه په بېلابېلو طریقو خپرېږي او لوستل کېږي.

 لیکوال یې د موخې په اړه په یوه مرکه کې ویلي: «د کتاب په سرلیک کې نه «صلیبي جګړې» مراد دي او نه هم «عربان»، [ځکه چې په دې برخو کې ډېر مستقل او ستر کتابونه لیکل شوي دي] بلکې اساسي ټکی یې «له خولې» [یا روایتونه] دي. ما په شرق او غرب کې ډېر عمر تېر کړی، کلونه کېږي چې وینم هم شرقیان او هم غربیان نه شي کولی چې خپلو یو اړخیزو فکرونو ته شا کړي؛ [نو] کله د بل پر ځای ځان انګېرل د عقلانیت په لور لومړنی ګام دی». یعنې دا کتاب یې غربي لوستونکو ته په دې وجه لیکلی، ترڅو یې د مسلمانانو د کرکې په عواملو وپوهوي.

لیکوال لوستونکي په داسې پوښتنو مخاطبوي چې په اوسني عصـر کې هم بحثونه پرې کېږي، لکه: صلیبي جګړو په کومه کچه د غربي تمدن په وده کې ونډې درلودلې؟ آیا د مسلمانانو د تمدن د ړنګېدو لامل تر وخت مخکې پر غربي تمدن باور دی؟ آیا په منځني ختیځ کې د اروپا د پراختیا او لاسبري لامل دا دی، چې دوی د عربي ژبې له لارې د عربانو فرهنګ زده کړی؟ آیا د سنت او ماډرنیزم پر سر د معاصرو مسلمانانو د اختلافونو ريښې صلیبي جګړو ته رسولی شو؟ دا او داسې نورې هغه پوښتنې دي چې لیکوال یې په اړه ځوابونه ویلي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

 

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-10/The%20Crusades%20through%20Arab%20Eyes_0.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز علمي غړي نوماند څېړندوی ساجد نجیب زي د نوماندۍ رتبې د رفع کولو په موخه (د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

BACK TO NEWS