د افغانستان د روغتیا دویم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو!
د افغانستان د روغتیا دویم ملي او نړیوال نندارتون د ۱۴۰۵ل کال د لړم میاشتې په ۲۰مه نېټه د روغتیا سکتور د ظرفیتونو د پېژندنې، د صنعتکارانو د ملاتړ او د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه دغه نندارتون جوړ شو، په دې نندارتون کې د نورو وزارتونو او خصوصي روغتیایي سکتورونو سربېره د علومو اکاډمي زیات شمېر علمي – څېړنیز آثار هم نندارې ته وړاندې شوي دي. مینه وال کولای شي، چې د خپلې خوښې آثار په همدې نندارتون کې ترلاسه کړي.
د یادونې ده چې دا نندارتون به د ۱۴۰۵ل کال د لړم میاشتې له ۲۰مې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د ګډونوالو پر مخ پرانیستی وي.
پته: د کابل ښار، د حضوري چمن ترڅنګ، نړیوال نندارتون.
د اړیکې شمیره: ۰۷۷۷۳۷۰۹۶۰
د علومو اکاډمي واټس اپ چینل په لاندې لینک کې تعقیبولی شئ...
https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L
