د افغانستان د علومو اکاډمي او د تاتارستان د علومو اکاډمي ترمنځ ويډيو کنفرانس

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۴ - ۸:۵۱
د افغانستان د علومو اکاډمي او د تاتارستان د علومو اکاډمي ترمنځ ويډيو کنفرانس

کابل، سه شنبه، د جوزا ۱۳مه، ۱۳۹۹: د افغانستان د علومو اکاډمي د رهبري پلاوي او د تاتارستان جمهوريت مرستیال لومړي وزير او د همدغه هېواد د علومو اکاډمي مشرتابه د ۱۳۹۹لمريز کال د جوزا په ۱۳مه نېټه په کابل کې د علمي او فرهنګي همکاريو د ايجاد په موخه دوهم علمي ويډيو کنفرانس ترسره کړ.
د کنفرانس دغه زمينه په کابل کې د روسيې سفارت فرهنګي مرکز له خوا برابره شوې وه چې په کې دواړو خواوو د علمي او فرهنګي همکاريو په رامنځ ته کېدو بحث وکړ.
لومړی په کابل کې د روسيې سفارت فرهنګي اتشې ښاغلي نیکرسوف له دواړو خواوو مننه وکړه چې په دې کنفرانس کې يې برخه واخيسته. ورپسې په روسيې کې د افغانستان سفير ښاغلي ډاکټر لطیف بهاند وویل چې دواړه خواوې کولای شي د خطي نسخو او لرغون پېژندنې په برخو کې معلومات سره شريک کړي. نوموړي د طلا تپې په اړه د دواړو اکاډميو همکاري اړينه وبلله.
د تاتارستان د علومو اکاډمي مشر هم د همدې هېواد د اکاډمي په اړه معلومات وړاندې کړل.
د افغانستان د علومو اکاډمي علمي منشي څېړنوال رفيع الله نيازي د تاتارستان د لومړي وزير له مرستیال، د همدې هېواد د علومو اکاډمي له رئيس او په روسيې کې د افغانستان سفير ښاغلي بهاند څخه مننه وکړه چې په دې کنفرانس کې يې برخه اخیستې ده. دغه راز يې په کابل کې د روسيې سفارت له فرهنګي برخې مننه وکړه چې د دې کنفرانس زمينه يې برابره کړه.
نوموړي د افغانستان د علومو اکاډمي پر فعاليتونو رڼا واچوله او دا چې ولې غواړي د تاتارستان له اکاډمي سره همکاري ولري، وويل، دا چې د دواړو هېوادونو اکثريت مسلمانان دي او هم زياتره يې حنفي مذهبه دي او هم دا چې تاتاران ترک تباران دي، په افغانستان کې د نورو قومونو ترڅنګ ترک توکمي په ځانګړي ډول تاتاريان هم شته؛ نو په همدې اساس د افغانستان د علومو اکاډمي هيله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ علمي همکاري ايجاد شي. بله دا چې افغانستان له تېرو درېيو لسيزو راهيسې په هره برخه کې صدمه ليدلې او له دې جملې يې په علمي برخه کې هم زيان لیدلی، خو اوس افغانستان هوډ لري چې د علومو په برخو کې کار وکړي، نو غواړي چې د نړۍ له ډېرو علمي او اکاډميکو بنسټونو سره اړيکې ټينګې کړي او د نړۍ له علمي تجربو استفاده وکړي. له همدې امله غواړي چې د تاتارستان له اکاډمي سره په علمي او فرهنګي برخو کې همکاري ولري.
ده هيله وښوده چې د تاتارستان اکاډمۍ په اړوندو کنفرانسونو او علمي ناستو کې د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړي ګډون ولري، لنډمهاله فيلوشيپونه راکړل شي او هم زموږ د علمي غړو د ماسترۍ او دوکتورا لپاره په بشري، طبيعي او اسلامي علومو کې د لوړو زده کړو زمينه برابره شي.
د کنفرانس په پای کې پرېکړه وشوه چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو اکاډميو ترمنځ د همکاريو د ايجاد لپاره د تفاهم ليک د تخنيکي برخو د څېړلو لپاره کاري ټيم جوړ شي او هم به د يوې مياشتې په ترڅ کې د تفاهم ليک مسوده ترتيب شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل مجلې الفبايي فهرست (۱۳۸۰ – ۱۳۹۹ل) اثر چاپ شو؛

د دغه اثر لیکوال څېړنپوه نصرالله ناصر دی. په دغه اثر کې د کابل مجلې د شلو کالو د مقالو فهرست د لیکوالو د نومونو د الفباء د تورو په ترتیب راغلی دی. ((کابل مجله)) د افغانستان د علومو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۵:۲۴
Background image

په افغانستان کې د چاپېریال څېړنه، ستونزې او حل لارې

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژي او کرنې مرکز له خوا د احمد علي کهزاد په تالار کې د (په افغانستان کې د چاپېریال څېړنه، ستونزې او حل لارې) تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د قران کریم نومونه او صفتونه ( ښوونیز – روزنیز نقش او آثار) کتاب چاپ شو

د قران کریم نومونه او صفتونه د مولوی محمد ناصر حلیمی (۹۱۳) مخیز علمي او څېړنیز اثر دی چې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا چاپ شو. په دې کتاب کې له (۱۳۱). . .

BACK TO NEWS