د مرکز د رئیس پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم

د مرکز د رئیس پيغام

الحمد لله وكفى، والصلاة والسلام على محمد المصطفى، وعلى آله النجباء، وأصحابه الأتقياء، ومن بهديهم اهتدى، وبآثارهم اقتفى، من المفسرین والمحدثین والفقهاء إلى يوم الجزاء، أما بعد:

په ننۍ نړۍ کې اقتصاد او بانکوالي د ژوند یوه مهمه اړتیا ګڼل کيږي، چې نژدې د ټولنې هر وګړی پکې ښکېل دی، زموږ په هېواد کې هم داسې اقتصادي نظامونه پلي شوي دي چې له یوې خوا یاد نظامونه زموږ له اسلامي او ملي ارزښتونو سره همغږي نه دي او له بلې خوا په یادو نظامونو کې شرعي مفاسد دي چې له امله یې هېواد او ولس ته د ګټې پر ځای تاوانونه رسېدلي دي.

یاد نظامونه وضعي او تر ډېره پر سود، قمار، غرر او داسې نورو فاسدو عناصرو ولاړ دي او زموږ له دیني او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې دي، په هېواد کې د اسلامي نظام له حاکمیت وروسته اړینه وه چې د حکومت د نورو برخو په څېر په اقتصادي او مالي برخو کې هم ژور بدلون او تعدیل رواستل شي او ولس او ټولنه د سود او د سود اړوند ناخوالو څخه پاکه او ټول اقتصادي فعالیتونه له شریعت سره همغږي شي.

په همدې موخه د ریاسة الوزراء لخوا د علومو په اکاډمي کې د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز رامنځه شو او د دې مرکز دروند مسؤولیت يې موږ ته پر غاړه واچوه، که څه هم دا کار دروند او زموږ له وسه وتلی دی خو لله الحمد لسیزو را پدیخوا د اسلامي امت علماوو په دې برخو کې څېړنې، لیکنې او تالیفات کړي دي او موږ ته يې ستره زېرمه پرې ايښې ده، نو د علماوو پر دغه زېرمه د اتکا او د ملګرو په تخصصيتوب او مسلیکتوب امید لرم چې هغه اهداف او پایلې چې د رهبرۍ لخوا یاد مرکز ته ټاکل شوي دي، په سمه او مؤثره توګه لاس ته راوړي او د هېواد په اقتصادي، مالي او بانکي برخو کې هم اسلامي احکام کما حقه تطبیق او تنفیذ شي.

وما توفیقي إلا بالله عليه توكلت وإليه أنيب

مفتي ابو سعيد الراشد

د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسایلو څېړنیزو مسائلو څېړنیز مرکز رئيس