د مقام د دفتر ریاست پېژندنه

د علومو اکاډمي د مقام دفتر ریاست د یادې اکاډمۍ او نورو دولتي او غیردولتي ادارو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ رامنځ ته کولو په پار ایجاد شوی دی، چې له یوې خوا د علومو اکاډمي خپل منځني اداري اړیکې ټینګې او له بلې خوا د دې بنسټ د علمي او اداري واحدونو ترمنځ انسجام او همغږي پياوړې کړي.

د دې سربېره یاد ریاست دنده لري چې د علومو اکاډمي اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د عمومي ریاست د مقام هدایات، د کابینې د مصوبو او جمهوري ریاست مقام د فرمانونو او احکامو له تطبیق څخه نظارت وکړي او د ا. ا. ج د پرېکړو او هدایتونو پر ځای کولو په برخه کې د علومو اکاډمي د کړنو ګزارش د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته ولېږي.