د یونسکو دفتر له مسؤولينو سره د علومو اکاډمي د هیأت غونډه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۹:۳۷
د یونسکو دفتر له مسؤولينو سره د علومو اکاډمي د هیأت غونډه

۲۶ جوزا ۱۴۰۰

کابل- د علومو اکاډمي: د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي مرستیال په مشرۍ یو هیأت په افغانستان کې د یونسکو دفتر د رهبرۍ او مسؤلینو سره غونډه وکړه.

په دې غونډه کې چې په انلاین بڼه ترسره شوه، د علومو اکاډمي علمي مرستیال څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي، د پښتو څېړنو نړیوال مرکز رئيس څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي، د کوشاني څېړنو نړیوال مرکز مشره څېړنواله فایقې لحظې، د علومو اکاډمي د دفتر رئیس شوکت الله عابد، محترم Jordan، محترم Philippe، محترم محمد نعیم مموزی او محترم احمدنصیر دراني له دواړو لورو ګډون درلود.

په پیل کې شوکت الله عابد له لوري د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته د علومو اکاډمي هیأت معرفي او ورپسې Jordan د یونسکو پلاوی معرفي کړ.

ورپسې دکتور رفیع الله نیازي، د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو نړیوال مرکز او د کوشاني څېړنو نړیوال مرکز د ایجاد په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل او د یادو مرکزونو په اهمیت او اهدافو یې خبرې وکړلې. همداشان د دې دواړو مرکزونو سره د یونسکو د دفتر مخکنیو همکاريو ته یې هم اشاره وکړله.

دکتور نیازي په خپلو خبرو کې وویل: یادو دواړو مرکزو سره د پخوانیو اړیکو بیا جوړولو تر څنګ اړتیا ده چې «د افغانستان د ژبپوهنې اطلس» چې یوه تاریخي علمي پروژه ده او تقریباً نېمه پېړۍ مخینه لري، چې اوسمهال د سویس په برن پوهنتون کې ده، د علومو اکاډمي په پام کې لري چې د یاد اطلس یوه کاپي د اکمال په موخه افغانستان ته را انتقال شي.

همدا راز په افغانستان کې د یونسکو د دفتر مسؤل جورډن نایډو د علومو اکاډمي د دې هڅې او غوښتنې څخه مننه او ملاتړ وکړ.

همدارنګه نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې موږ له علومو اکاډمي سره د همکاریو هرکلی کوو او په دې اړه به په راتلونکي کې متعددو برنامو باندې په ګډه بحث او کار وکړو.

ښاغلي فلیپ، هم په خپلو خبرو کې وویل: موږ اماده یو چې د یونسکو د اهدافو مطابق د فرهنګی میراثونو د ساتنې لپاره علومو اکاډمي د کوشاني څېړنو نړیوال مرکز سره مرستې وکړو چې په دې اړه به وروسته په ګډه ځانګړې او مشخصې برنامې طرح کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۲:۳۱
Background image

(پر پښتو ژبه او ادب د معلوماتي ټکنالوژۍ اغېزې) اثر چاپ شو

دا علمي څېړنیز اثر څېړندوی مطیع الله ساحل په (۱۴۰) مخونو کې لیکلی چې د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست له لوري په ۱۴۰۱ لمریز کال کې چاپ شو. یاد اثر پر سریزې سربېره څلور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۱:۲۵
Background image

د الوګانو د حاصلاتو په کچه باندې د یوریا او دای امونیم فاسفیت سرو د بېلابېلو اندازو اغېز

د کتاب نوم : د الوګانو د حاصلاتو په کچه باندې د یوریا او دای امونیم فاسفیت سرو د بېلابېلو اندازو اغېز لیکوال: څېړندوی خلیل الرحمن بارکزی د مخونو شمېر:  ۱۱۲ د چاپ کال: ۱۳۹۸هـ. د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۹:۵۰
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د تلې میاشتې پر ۵ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS