د یونسکو دفتر له مسؤولينو سره د علومو اکاډمي د هیأت غونډه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۹:۳۷
د یونسکو دفتر له مسؤولينو سره د علومو اکاډمي د هیأت غونډه

۲۶ جوزا ۱۴۰۰

کابل- د علومو اکاډمي: د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي مرستیال په مشرۍ یو هیأت په افغانستان کې د یونسکو دفتر د رهبرۍ او مسؤلینو سره غونډه وکړه.

په دې غونډه کې چې په انلاین بڼه ترسره شوه، د علومو اکاډمي علمي مرستیال څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي، د پښتو څېړنو نړیوال مرکز رئيس څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي، د کوشاني څېړنو نړیوال مرکز مشره څېړنواله فایقې لحظې، د علومو اکاډمي د دفتر رئیس شوکت الله عابد، محترم Jordan، محترم Philippe، محترم محمد نعیم مموزی او محترم احمدنصیر دراني له دواړو لورو ګډون درلود.

په پیل کې شوکت الله عابد له لوري د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته د علومو اکاډمي هیأت معرفي او ورپسې Jordan د یونسکو پلاوی معرفي کړ.

ورپسې دکتور رفیع الله نیازي، د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو نړیوال مرکز او د کوشاني څېړنو نړیوال مرکز د ایجاد په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل او د یادو مرکزونو په اهمیت او اهدافو یې خبرې وکړلې. همداشان د دې دواړو مرکزونو سره د یونسکو د دفتر مخکنیو همکاريو ته یې هم اشاره وکړله.

دکتور نیازي په خپلو خبرو کې وویل: یادو دواړو مرکزو سره د پخوانیو اړیکو بیا جوړولو تر څنګ اړتیا ده چې «د افغانستان د ژبپوهنې اطلس» چې یوه تاریخي علمي پروژه ده او تقریباً نېمه پېړۍ مخینه لري، چې اوسمهال د سویس په برن پوهنتون کې ده، د علومو اکاډمي په پام کې لري چې د یاد اطلس یوه کاپي د اکمال په موخه افغانستان ته را انتقال شي.

همدا راز په افغانستان کې د یونسکو د دفتر مسؤل جورډن نایډو د علومو اکاډمي د دې هڅې او غوښتنې څخه مننه او ملاتړ وکړ.

همدارنګه نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې موږ له علومو اکاډمي سره د همکاریو هرکلی کوو او په دې اړه به په راتلونکي کې متعددو برنامو باندې په ګډه بحث او کار وکړو.

ښاغلي فلیپ، هم په خپلو خبرو کې وویل: موږ اماده یو چې د یونسکو د اهدافو مطابق د فرهنګی میراثونو د ساتنې لپاره علومو اکاډمي د کوشاني څېړنو نړیوال مرکز سره مرستې وکړو چې په دې اړه به وروسته په ګډه ځانګړې او مشخصې برنامې طرح کړو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بررسی و اهمیت غذایی نبات تف ( Teff) برای تغذیه حیوانات

(امروز یکشنبه مؤرخ 27 ثور 1405 هـ ش ) معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی عضو علمی مرکز کیمیا، بیولوژی و زراعت ، معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی. . .

BACK TO NEWS