کابل مجله ستاسو مقالې خپروي

Ezatullah_admin
کابل مجله ستاسو مقالې خپروي

د پوهنتونونو استادان، څېړونکي او لیکوالان کولای شي، خپلې ژبنۍ، ادبي او فولکلوري مقالې په لاندې شرایطو برابرې کړي او د کابل مجلې ادارې ته یې د چاپ لپاره راواستوي:

  • مقاله دې له یوې رسمې پتې (ادرس )څخه چې په هغې کې د لیکوال نوم، تخلص، علمي رتبه، د ټېلېفون شمېره او برېښنالیک پته وي، د علومو اکاډمي ادارې ته را ولېږل شي.
  • رالېږل شوې مقاله باید پوهنیزه ـ څېړنیزه، بکره او له منل شوو علمي معیارونو سره برابره وي.
  • رالېږل شوې مقاله، باید په بله خپرونه کې نه وي خپره شوې. 
  • د مقالې سرلیک، باید لنډ او له منځپانګې سره سمون ولري.
  • مقاله باید د ۸۰ او ۲۰۰ کلمو ترمنځ لنډیز ولري او د څېړنې پوښتل شوې پوښتنه ځواب کړای شي. همدغه راز، لنډیز باید د یونسکو په یوې ژبې ژباړل شوی وي.
  • مقاله باید د سریزې، اهمیت، مبرمیت، موخې، د څېړنې پوښتنې، د څېړنې روش، پایلې او  مأخذونو لرونکې وي او په متن کې مأخذ ته نغوته شوې وي.
  • مقاله باید د لیکوالۍ له اصولو سره سمه وي، املايي او انشايي تېروتنې ونه لري.
  • د مقالې حجم حد اقل يې ۷ مخه او حد اکثر يې ۱۵ معیاري مخونه وي، د فونټ سایز ۱۳، د کرښو ترمنځ فاصله باید Single)  ( وي او ادارې ته دې سافت او هارد کاپي دواړه را ولېږل شي.
  • د مجلې کتنپلاوی د علومو اکاډمي د نشراتي لایحې له مخې د یوې مقالې د تائید او رد واک لري.
  • د رالېږل شوو مقالو شننه او څېړنه د لیکوالو فکري زېږنده ده، لیکوال ته بویه چې سپیناوی يې په خپله وکړي، اداره يې په سپیناوي کې کوم مسئولیت  نه لري.
  • د مجلې له چاپ شوو مقالو څخه استفاده کول، بې له مأخذه جواز نه لري.
  • ادارې ته رالېږل شوې مقاله بېرته لیکوالو ته نه ورکول کېږي.

د اړیکو شمېرې:

۰۷۹۹۸۶۱۲۹۹  -   ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹ - ۰۷۸۵۳۳۴۷۶

د مجلې برېښنالیک: magazinekabul@gmail.com  او info@asa.gov.af

 

اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۰:۵۴
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز په کوربه توب د «افغانستان او سيمه؛ فرصتونه او ننګونې» تر سرليک لاندې بين المللي سيمينار ترسره کېږي

د افغانستان د علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز په کوربه توب د «افغانستان او سيمه؛ فرصتونه او ننګونې» تر سرليک لاندې بين المللي سيمينار ترسره کېږي. په دغه سيمينار کې به د افغانستان . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

"د اسلامي ادب او فرهنګ په وده کې د مولانا جلال الدین بلخي ونډه" د سیمینار لپاره د علمي - څېړنیزو مقالو غوښته!

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د ژبو او ادبیاتو مرکز په پام کې لري چې په روان کال کې(د اسلامي ادب او فرهنګ په وده کې د مولانا جلال الدین بلخي ونډه) تر سرلیک لاندې علمي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۲:۴۴
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت اړوند اعلان شویو علمي بستونو ته له شارټ لیست شویو نوماندانو څخه د مسلكي ازموينې اخيستنې د نېټې اعلان

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي - تخنیکي د معاونيت اړوند د ( د ځمکپوهنې مرکز، د ریاضي، فزیک او تخنیک مرکز، د کېمیا، بیولوژي او زراعت مرکز او د طبي علومو مرکز) د اعلان شویو خالي علمي . . .

Back to announcements