کابل مجله ستاسو مقالې خپروي

Ezatullah_admin
کابل مجله ستاسو مقالې خپروي

د پوهنتونونو استادان، څېړونکي او لیکوالان کولای شي، خپلې ژبنۍ، ادبي او فولکلوري مقالې په لاندې شرایطو برابرې کړي او د کابل مجلې ادارې ته یې د چاپ لپاره راواستوي:

  • مقاله دې له یوې رسمې پتې (ادرس )څخه چې په هغې کې د لیکوال نوم، تخلص، علمي رتبه، د ټېلېفون شمېره او برېښنالیک پته وي، د علومو اکاډمي ادارې ته را ولېږل شي.
  • رالېږل شوې مقاله باید پوهنیزه ـ څېړنیزه، بکره او له منل شوو علمي معیارونو سره برابره وي.
  • رالېږل شوې مقاله، باید په بله خپرونه کې نه وي خپره شوې. 
  • د مقالې سرلیک، باید لنډ او له منځپانګې سره سمون ولري.
  • مقاله باید د ۸۰ او ۲۰۰ کلمو ترمنځ لنډیز ولري او د څېړنې پوښتل شوې پوښتنه ځواب کړای شي. همدغه راز، لنډیز باید د یونسکو په یوې ژبې ژباړل شوی وي.
  • مقاله باید د سریزې، اهمیت، مبرمیت، موخې، د څېړنې پوښتنې، د څېړنې روش، پایلې او  مأخذونو لرونکې وي او په متن کې مأخذ ته نغوته شوې وي.
  • مقاله باید د لیکوالۍ له اصولو سره سمه وي، املايي او انشايي تېروتنې ونه لري.
  • د مقالې حجم حد اقل يې ۷ مخه او حد اکثر يې ۱۵ معیاري مخونه وي، د فونټ سایز ۱۳، د کرښو ترمنځ فاصله باید Single)  ( وي او ادارې ته دې سافت او هارد کاپي دواړه را ولېږل شي.
  • د مجلې کتنپلاوی د علومو اکاډمي د نشراتي لایحې له مخې د یوې مقالې د تائید او رد واک لري.
  • د رالېږل شوو مقالو شننه او څېړنه د لیکوالو فکري زېږنده ده، لیکوال ته بویه چې سپیناوی يې په خپله وکړي، اداره يې په سپیناوي کې کوم مسئولیت  نه لري.
  • د مجلې له چاپ شوو مقالو څخه استفاده کول، بې له مأخذه جواز نه لري.
  • ادارې ته رالېږل شوې مقاله بېرته لیکوالو ته نه ورکول کېږي.

د اړیکو شمېرې:

۰۷۹۹۸۶۱۲۹۹  -   ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹ - ۰۷۸۵۳۳۴۷۶

د مجلې برېښنالیک: magazinekabul@gmail.com  او info@asa.gov.af

 

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

اعلان تاریخ امتحان بست های کادری اکادمی علوم افغانستان!

کاندیدان محترم! با ابراز سپاس از اینکه در پروسه رقابتی برای احراز بست های کادری اکادمی علوم افغانستان اشتراک نموده اید. بدین وسیله به آگاهی شما رسانیده می‌شود که امتحان به شکل ذیل اخذ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۴
Background image

فراخوان مقالات برای کنفرانس علمي – تحقیقی تحت عنوان (عواید و مصارف بیت المال)

مرکز تحقیقاتی بانکداری اسلامی و مسائل معاصر، معاونیت علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان، در نظر دارد کنفرانس علمی‌ ـ تحقیقی را تحت عنوان (عواید و مصارف بیت المال) برگزار نماید.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۲۵
Background image

فراخوان مقالات برای کنفرانس علمي – تحقیق تحت عنوان(نقش تکنالوژی های نوین در طبابت معاصر)

عرصهٔ طبابت شاهد تحولات سریع و متداوم تکنالوژیک در چندین دهه اخیر بوده است. هوش مصنوعی (Artificial Intelligence)، صحت دیجیتال (Digital Health)، جراحی روباتیک، درمان‌های جنتیکی، . . .

بازگشت به اطلاعیه ها