کنفرانسونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۸:۵۸
Background image

په افغانستان کې د ښونو (زيتونو) روزنې ته یوه لنډه کتنه «علمي – څېړنیز» کنفرانس

کابل- د علومو اکاډمي: د علومو اکاډمي د طبیعی- تخنیکی علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژی او زراعت مرکز علمي غړي څېړنوال دکتور ګل شاه آرینوال خپل علمي – څېړنیز کنفرانس «په افغانستان کې د ښونو روزنې ته یوه لنډه کتنه» تر سرليک لاندې د ۱۴۰۰ هـ. ش کال د کب په ۱۰مه نېټه وړاندې کړه. نوموړي وویل، د ښونو د تجارتي باغونه په عمومي ډول د نړۍ د دوو کمربندونو په اطرافو کې یعنې له ۳۰ څخه تر ۴۵ درجو شمالي او جنوبي عرض البلد کې روزل کیږي. د ښونو ونې زر کاله را په دېخوا د مدیترانې په سیمو کې موجودې وې. له مدیترانې څخه اروپا ته او د ۱۸ پېړۍ په آخر کې کلفورنیا ته انتشار پیدا کړ چې وروسته په ۱۹مه میلادي پېړۍ کې استرالیا ته نقل شوې دي، وروسته بیا یې په ټوله نړۍ کې انتشار او پراختیا پیدا کړه. نن ورځ زيتون په ټوله نړۍ کې تر روزنې لاندې دي. د ښونو د باغونو ټوله ساحه ۷ میلیونه هکتاره ځمکه کېږي چې له یادو باغونو څخه د کار په جریان کې ۸۹ میلیونه متریک ټنه مېوه او ۱۶ میلیونو متریک ټنه د ښونو غوړي په لاس راځي چې د ښونو د ونو نړیوال تولید له ۱۳۷۸ څخه تر ۱۳۸۰لمریز کلونو په جریان کې تقریبا ۱۶ میلیونو متریکو ټنو ته رسیږي.

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۹:۵۴
Background image

د شینوارو د هسکې مېنې د ځینو ولسي دودونو څېړنه

«علمي- څېړنیز کنفرانس» کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړې څېړندویې خاطرې شینوارې د کب په ۲۳مه د شنبې په ورځ «د هسکې مېنې د شینوارو د ځینو ولسي دودونو څېړنه» تر سرليک لاندې خپل علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۹ - ۹:۳۴
Background image

فمینیزم او پښتو ادب

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړې څېړندويې بي بي فضيلې احمدي د «فمینیزم او پښتو ادب» په نوم علمي- څېړنيز سيمينار د ۱۳۹۹ لمريز کال د کب په ۱۸مه د دوشنبې په ورځ وړاندې کړ. هغې وويل:

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۰:۴
Background image

د کامګار خان خټک د شاعرۍ دیني اړخ

«علمي- څېړنيز کنفرانس» کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمې غړې څېړندويې سونيا صميم هوتک «د کامګار خان خټک د شاعرۍ دیني اړخ» په نوم علمي- تحقیقي کنفرانس د ۱۳۹۹ لمريز کال د کب په ۱۶مه د شنبې په ورځ وړاندې کړ. نوموړې لومړی د کامګار خان خټک پېژندنه او بیا يې د هغه د شاعرۍ دیني اړخ په لاندې پنځو فرعي برخو کې تشريح کړ:

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۰:۲
Background image

د بودا د فلسفي نظریاتو اخلاقي ارزونه علمي-تحقیقي کنفرانس

د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت د ټولنیزو علومو د مرکز د فلسفې او ټولنپوهنې انستیتوت علمي غړي څېړنوال عبدالضابط ځدراڼ «د بودا د فلسفي نظریاتو اخلاقي ارزونه» په نوم علمي ـ تحقیقي کنفرانس د ۱۳۹۹کال د کب په څلورمه وړاندې کړ. په پيل کې څېړونکي د کنفرانس مبرمیت او هدف روښانه کړ او د بودا د لنډې پېژندنې او د هغه د فلسفې نظریاتو له بیانولو څخه وروسته وویل: د بودا ټول نظریات او هڅې په دې باندې متمرکزې دي چې انسان له درد او غم څخه خلاص شي او د یوه باسعادته ژوند څښتن شي. د باسعاده ژوند لپاره یې د هغه اته ګونې لارې او نور نظریات تر ارزونې لاندې ونیول شول.

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۲:۱۳
Background image

د اساسي قانون په رڼا کې د افغانستان د بهرني سیاست اهداف او اصول

د اساسي قانون په رڼا کې د افغانستان د بهرني سیاست اهداف او اصول په نامه علمي- څېړنیز کنفرانس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د حقوقو او سیاسي علومو انستیتوت علمي غړي څېړنوال بخت محمد بختیار له خوا وړاندې شو. نوموړي د کنفرانس د وړاندې کولو پر مهال وویل: په سيمه او نړۍ کې د افغانستان حساس او ستراتيژيک اهمیت ته په کتو، له تروريزم سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې د بین المللي ټولنې پراخ حضور، د افغانستان په اړه د ګاونډیو، د سيمې او نړۍ هېوادونو او لویو قدرتونو متضادې او شخړه ييزې ګټې او همدارنګه د بهرني سیاست په هکله د کارپوهانو او د نظرخاوندانو مختلف ليدلوري او نظریات، د افغانستان د بهرني سیاست ماهیت موضوع پېچلې او ستونزمنوي.

Pagination