د علومو اکاډمي يو شمېر علمي غړي وستايل شول

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۲:۵۷
د علومو اکاډمي يو شمېر علمي غړي وستايل شول

۱۷ جوزا، ۱۴۰۰

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي رهبري، هغو علمي غړو ته چې د کمال خان بند د پرانيستې او هم د دې بند د حياتي ارزښت په نوم سيمينار ترسره کېدو په پار يې د قدر وړ چارې ترسره کړي، د تقديرنامو په ورکولو سره وستايل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب د کمال خان بند په اړه د علومو اکاډمي د استادانو د علمي او څېړنيزو کارونو ستاينه او قدرونه وکړه.

ده زياته کړه، د کمال خان بند په اړه چې د جمهوري رياست له خوا کومې دندې علومو اکاډمي ته سپارل شوې وې، د اکاډمي د رهبرۍ او علمي غړو له خوا په ښه توګه ترسره شوې.

د هغه په وينا، علومو اکاډمي وتوانېده چې د کمال خان بند د پرانيستې په مناسبت په ډېر کم وخت کې د افغانستان د اوبو په اړه دوه مهم کتابونه (سرگذشت سیستان و رود هیرمند) او (مسأله آب هلمند و مناقشات ناشی از آن با ایران) چاپ او خپاره کړي.

ورپسې د علومو اکاډمي د رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکيب، د طبيعي- تخنيکي علومو د برخې مرستيال څېړنپوه رحمت ګل احمدي او د اکاډمي د اداري او مالي مرستيال څېړندوی محمد حامد مصلح له خوا علمي غړو ته تقديرنامې ورکړل شوې.

د غونډې په پای کې د اکاډمي د علمي او څېړنيزو چارو د لا ښه والي په خاطر څو تنو استادانو خپل نظريات او وړانديزونه شريک کړل.

د یادولو ده چې د افغانستان د علومو اکاډمي د طبيعي- تخنيکي علومو د معاونيت له خوا د کمال خان بند د پرانيستې په مناسبت «د کمال خان بند د حياتي ارزښت ارزونه» په نوم علمي- څېړنيز سيمينار د ۱۳۹۹هـ. ش کال د کب مياشتې په ۲۵مه نېټه ترسره کړی و.

#کمال_خان

#مدیریت_آب

#داوبومدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲۰
Background image

اسباب عذاب الهی در قرآن کریم

ښاغلي نوماند څېرنیار محمد بلال عظیمي د تفسیر او حدیث مرکز د تفسیر او علوم القرآن انسټیټوټ د تفسیر دیپارټمنټ علمي غړي نن دیکشنبې په ورځ ۱۴۰۵ کال د وري په ۳۰ مه د تفسیر او حدیث مرکز کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

د ژبو ډلبندي او ډولبندي ته کتنه

نن څلورنۍ/ چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د وري/ حمل ۲۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۷
Background image

د معنا پوهنې او کارونپوهنې (پراګماټیکس) پېژندنه، اړیکې او توپیرونه

د ١٤٠٥ ل. کال د وري په ١٩مه نېټه د څلورنۍ په ورځ د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او انسټیټيوټ علمي غړي څېړندوی خالد تکل د څېړنوالۍ علمي رتبې ته د. . .

BACK TO NEWS