په افغانستان کې د جرمونو په زیاتوالي او کموالي کې د رسنيو رول

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۱۱:۳۷

اجراء کوونکی:

څېړندوی محمد داود ناظم

د پروژې د اجراء موده:

د 19/12/1396هـ ل - 19/12/1401هـ ل.

د پروژې لنډه پېژندنه

په نړۍ کې د رسنيو د ډګر منځ ته راتګ او په تېره بیا په وروستيو دوو لسيزو کې يې په افغانستان کې په بې ساري ډول ډېروالی، پرمختيا او د بيان آزادۍ په دې ډګر کې د ښېګڼو، لاسته راوړنو او مثبتو اغېزو تر څنګ د جرمونو نوی باب هم پرانيست. له هر څه وړاندې يې د رسنيزو جرمونو پېژندنې او د هغو لپاره د متناسبو مجازاتو وضع کولو اړتيا را منځ ته کړه چې د افغانستان د جزاء قانون  او د جزاء کود ځينې مادې يې اثبات ګڼلی شو. په دوهم قدم کې د ځينو رسنيو د ځينو نا مناسبو خپرونو، اطلاعاتو او پيغامونو له لارې په مخاطبينو کې د جرمي انګېزو د را پنځولو او د جرمي استعدادونو د لوړولو په سبب په ځينو کسانو کې د جرمي اعمالو ارتکاب ته لاره هواروي. د ډېرو رسنيو ډېر پروګرامونه او پيغامونه د جرمونو په راکمولو او په ټولنه کې د عدل، انصاف، اصلاح، امانت ساتنې، مرستې، رښتينولۍ او داسې نورو مثبتو خصلتونو په بنسټيز کولو کې هم اغېزناک رول لري چې د ستايلو او لا پياوړي کولو لپاره يې مناسبه تګلاره په کار ده.

دغه پروژه چې په پنځو څپرکو کې رانغاړل شوې په افغانستان کې د جرمونو په زياتوالي او کموالي کې د رسنيو په رول څېړنه يې بنسټيزه موضوع څرګندوي او د رسنيو له لارې د جرمونو پر وړاندې د مبارزې څرنګوالی او د جرمونو او رسنيو تر منځ اړيکې يې د څېړنې لمنې ور غوړوي چې په مناسبو پايلو او وړاندېزونو به رسنيو ته په دې برخه کې د مناسبو پروګرامونو د اړتيا او خپرولو تګلاره روښانه کړي چې په پلي کولو سره به يې ټولنه کې غوره خویونه، فکرونه، چارې او لوړې موخې بنسټيزې او د بدو فکرونو، کړنو او ناسمو تګلارو څخه را وژغورل شي.