له امریکا سره د پاکستان اړیکې؛ د سیمې او افغانستان پر سیاسي او اقتصادي حالت یې اغېزې (۱۹۴۷-۱۹۹‍۱زکال).

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۸ - ۱۰:۳۸

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ:

له امریکا سره د پاکستان اړیکې؛ د سیمې او افغانستان پر سیاسي او اقتصادي حالت یې اغېزې (۱۹۴۷-۱۹۹‍۱زکال).

اجرا کوونکی: څېړندوی جلال الدین نجیم

د اجرا موده: له ۲۹/ ۸/ ۱۳۹۸ نېټې څخه تر ۲۸/ ۸/ ۱۴۰۳نېټې پورې.

۳ـ د څېړنې هدف: د امریکا او پاکستان د اړیکو د څرنګوالي په اړه څېړنه کول او پر افغانستان یې د اغېزو روښانه کول د دې پروژې د لیکلو هدف دی.

۴ـ د څېړنې مبرمیت: داچې د سړې جګړې پر مهال د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې نه وې، له بلې خوا امریکا د سړې جګړې پرمهال له پاکستان سره غوره اړیکې لرلې او د همدې جګړې په وروستیو کلونوکې یې له یاد هېواد سره د افغانستان د بدلونونو په اړه ګډ دریځونه پرمخ بېول، نو د دې دواړو هېوادونو د اړیکو څېړل او پر افغانستان یې د اغېزو روښانه کول د مبرمیت وړ موضوع ده.

۵ـ د څېړنې پوښتنې:

۱: له ۱۹۴۷ څخه تر ۱۹۹۱ز.کال پورې د امریکا او پاکستان اړیکې څرنګه وې ؟

۲: په دغه موده کې د امریکا او پاکستان اړیکو د سیمې او افغانستان پر حالاتو کومې اغېزې لرلې؟

۶ـ د څېړنې منتظره پایلې: په دې څېړنه کې به له یوې خوا په ټاکلې موده کې د امریکا او پاکستان د اړیکو څرنګوالی په ګوته شي او له بلې خوا به د سیمې پر هېوادونو او افغانستان د دې اړیکو اغېزې روښانه شي. دغه راز به د دې اړیکو له مثبتو اغېزو څخه د ګټې اخیستنې او له منفي اغېزو څخه د مخنیوي په موخه مناسبې طرحې هم وړاندې شي. د دې پروژې په بشپړولو سره به په دې برخه کې یو ځانګړی علمي ـ څېړنیز اثر رامنځته شي، چې د بین المللي اړیکو مینه وال، پوهنتونونه، د افغانستان د ډیپلوماسۍ دستګاه او نورې اړونده مراجع به ترې ګټه پورته کړي.

۷ـ د څېړنې تر سره شوې فیصدی: دا څېړنه ( ۲۶ ) سلنه تکمیل شوې او کار پرې دوام لري.