په افغانستان کې د ملکیت حقوق

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۱۴:۳۶
په افغانستان کې د ملکیت حقوق

"د علمي _ څېړنیزې پروژې دفاع"

کابل – ۱۴۰۱/۰۳/۰۱

د افغانستان علومو اکاډمۍ د حقوقو او سیاسي علومو انسټیټوټ د خصوصي حقوقو د ډیپارټمنټ آمر، ښاغلي څېړنیار عبدالقهار عزیزي، څېړندوی علمي رتبې ته د ترفیع له‌پاره له خپلې لیکل شوې علمي-څېړنیزې رسالې «په افغانستان کې د ملکیت حقوق» څخه په بریالیتوب سره دفاع وکړه. دا رساله چې د څېړنیار عبدالقهار عزیزي له لوري د څلورو کلونو په ترڅ کې لیکل شوې ده، په کې د ملکیت مختلف ابعاد څېړل شوي دي او د افغانستان قوانینو سربېره په کې د مصر، فرانسې او د ایران له مدني قوانینو؛ مجلةالاحکام؛ فقهي کتابونو او دغه راز بېلابېلو حقوقي کتابونو څخه استفاده شوې ده. د نوموړې رسالې موخه دا ده چې په افغانستان کې د ملکیت اړوند نورمونه وڅېړل شي، نواقص یې روښانه او د شخړو په هواري کې یې رول روښانه شي. د نوموړې رساله ځینې پایلې په لاندې ډول دي:

• د افغانستان په قوانینو کې د ملکیت او د ملکیت حق ترمنځ تفکیک نه دی روښانه شوی.

• د افغانستان په استملاک قانون کې د ځمکې د لاندې او پورته پوړونو د استملاک په اړه کومه یادونه نه ده شوې.

• د افغانستان په مدني قانون کې د لوړې او ټیټې ځمکې د پولو یادونه نه ده کړې.

• د افغانستان په مدني قانون کې د دېوال حریم نه دی ذکر شوی.

• د افغانستان په مدني قانون کې د شریک او مشترک له‌پاره یوازې «شریک» کلمه کارول شوې ده.

• د افغانستان په مدني قانون کې د شریک مال په وېش کې د غایب شریک وکیل/وصي/قیم اړوند احکام نشته.

• د افغانستان په مدني قانون کې د موصی‌له د تعدد په صورت کې د مطلق وصیت احکام نشته.

• د افغانستان په مدني قانون کې په لوړپوړیزه ودانۍ باندې د پوړونو اضافه کولو څومره والی/څرنګوالی روښانه نه دی. ددې سربېره، د یوې لوړپوړیزې ودانۍ د ړنګېدو په صورت کې د خسارو مسؤل د لاندې پوړ مالک ګڼل شوی دی، چې بېلابېلې ستونزې زېږوي.

• دغو ټولو محتوایي او تخنیکي ستونزو د ملکیت اړوند نورمونه د ملکیتي ستونزو په هواري کې له خنډونو سره مخ کړي دي.

څېړونکي په همدې برخو کې عدلیې وزارت ته د قوانینو د تعدیل وړاندیزونه هم کړي و. ددې سربېره، څېړونکو او استادانو خپل نظریات او پوښتنې وړاندې کړې چې د څېړونکي له لوري په مفصل ډول ځوابونه ورته وړاندې شول. په پای کې د ارزونې کمیسیون له لوري دفاع د رأیو په اتفاق تایید او مثبته و ارزول شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS