د کاردیوجنیک شاک د پېښو، لاملونو، تشخیص او درملنې څېړنه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۰ - ۹:۱۳

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ:

څېړونکی: څېړنوال ډاکتر ضیاءالرحمن حقمل

لارښود استاد: پوهاند ډاکتر حیات الله حیات

د تر سره کېدلو ځای: د افغانستان د علومو اکاډمي او د هېواد معتبر ورغتونونه

د ترسره کېدلو نېټه: له ۳۰/ ۲ / ۱۳۹۷ ه ش څخه تر ۳۰ / ۲ / ۱۴۰۳ ه ش پورې

د پروژې خلاصه، هدف او مبرمیت:

کاردیوجنیک شاک یوه خطرناکه او وژونکې پېښه ده، چې د بېلابېلو ناروغیو په سیر کې رامنځته کېدلای شي. که چېرته دا ناروغان ژر او بې له ځنډه د مسلکي او با تجربه طبیبانو له خوا په یوه پرمختللي قلبي مرکز کې تر درملنې لاندې ونه نیول شي، نو له ۷۰ سلنې څخه په زیاتو پېښو کې د ناروغانو د تلف کېدلو سبب ګرځي، د سمې درملنې په صورت کې تر ۴۰ سلنه ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

څرنګه چې زمونږ د هیواد د وګرو د عمر منځنۍ کچه د پخوا په پرتله زیاته شوې ده، عوام په عمومي ډول د سواد د کچې د ټيتوالي، خراب اقتصادي حالت او ټولنیزو ستونزو له امله د وینې د فشار، شکر او داسې نورو مزومنو ناروغیو د کنټرول په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، نو ځکه د کاردیوجنیک شاک پېښې هم په لوړه کچه رامنځته کېږي او د رامنځته کېدلو په صورت کې د پرمختللو طبي وسایلو، مرکزونو او متخصصو کدرونو د کموالي له امله په لوره کچه له مړینې او اختلاطاتو سره مخ کېږي، نو ځکه اړرینه ده چې د زموږ د هیواد په شرایطو کې د کاردیوجنیک شاک په اپیدمیولوژي، تشخیص او درملنه هر اړخيزه څېړنه تر سره شي.

د دې علمي څېړنیزې پروژې په بشپړېدلو سره به د هیواد په کچه د کاردیوجنیک شاک په اړه ګټور علمي ارقام تر لاسه، د هغو د تحلیل په اساس به پایلې او لازم وړاندیزونه اړونده ادارو ته ولیکل شي.