د زړه د دسامونو د تنګوالي او عدم کفايې د اپیدیمولوژي او اختلاطاتو څېړنه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۳ - ۱۱:۳۱

د څېړونکي نوم: د طبي علومو د مرکز علمي غړی څېړنوال داکتر عبدالرحیم وردک

د ترسره کېدو ځای: د هېواد دننه

د پروژې د ترسره کېدو نېټه: ۱۳ / ۱۱ / ۱۳۹۸ – ۱۳ / ۱۱ / ۱۴۰۴

دا پروژه په شپږو څپرکو کې لیکل کیږي، په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید، په دوهم څپرکي کې د زړه د دسامونو د تنګوالي او عدم کفایې علمي برخې سپړلو ته ځای ورکړل شوی دی چې په دې برخه کې به له نویو معتبرو بین المللي طبي مأخدو، انټرنیټي منابعو او لیتراتورونو څخه ګټه واخیستل شي، په درېیم، څلورم، پنځم او شپږم څپرکي کې په ترتیب سره د نوموړې موضوع اپیدیمولوژي، عمده لاملونو، اختلاطاتو څېړلو، علمي او روغتیایي ارزښت ته ځای ورکړل شوی دی او بالاخره په وروستی برخه کې د څېړنې څخه ترلاسه شویو پایلو، اړینو وړاندیزونو او ضمایمو ته ځای ورکړل شوی دی.

د علمي- څېړنیزې پروژې هدف او مبرمیتد زړه دسامونه د قلبي وعايي سیستم د نورمالو فعالیتونو په ترسره کولو کې مهمه او حیاتي دنده ترسره کوي نو له همدې کبله هر ډول ستونزه یې د قلبي وعایي سیستم د فعالیتونو د مختل کېدو لامل کیږي چې تر ټولو ډېر معمول تشوشات یې له تنګوالي او عدم کفایې څخه عبارت دي. د زړه د دسامونو ناروغۍ په نړیواله کچه په ځانګړي ډول په وروسته پاتې او پرمختلونکو هېوادونو کې په بېلابېلو عمرونو او جنسونو کې په لوړه سطحه رامنځته کیږي چې د مقدم او پر وخت تشخیص او تخصصي درملنې د نه تر سره کېدو په صورت کې اختلاطي بڼه غوره کولای شي او د آني او یاهم د تدریجي مړینې لامل ګرځېدلای شي، نو له همدې کبله هرکال د میلیونونو انسانانو د له منځه وړلو سبب کیږي او یا هم د ژوند تر پایه پاتې او د دایمي معلولیت او معیوبیت لامل کېدلای شي. نوموړې ناروغي په یو شمېر لاملونو او خطري فکتورونو پورې چې د مخنیوي او درملنې وړ دي؛ اړه لري او که چېرته دا عوامل په مقدم ډول تشخیص او وپیژندل شي، په تخصصي ډول درملنه شي، تر تهدید لاندې ګروپونه په ګوته شي او د مخنیوي نوې او اغېزناکې لارې چارې یې ولټول شي نو په دې صورت کې د نوموړې ناروغۍ د پېښېدو کچه تر زیاته بریده را ټیټېدلای شي او یا په بنسټیزه توګه له منځه تللای شي. د هرې ناروغۍ پېښې، خطري فکتورونه، لاملونه، اختلاطات او د درملنې طرز په بېلابېلو هېوادونو کې د اقتصادي او روغتیایي وضعیت په پام کې نیولو سره توپیر کوي نو ځکه د افغانستان په شرایطو کې د زړه د دسامونو په اپیدیمولوژي، لاملونو، خطري فکتورونو او اختلاطاتو څېړنه اړینه موضوع ده.