د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د وحشی ژیوو د ژوند څیړنه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۰:۱۵

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ:

لیکوال: څیړنپوه محمد یاسین فرهمند

لنډیز

ټول ژوندي موجودات، د نباتاتو او غیر کورني حیواناتو په ګډون چې د انسان له مداخلې پرته ژوندي پاتې کیږي او د خپلو اولادونو بقا تضمینوي، د وحشي ژوند په نوم یادیږي، په دې څیړنه کې یوازې هغه حیوانات چې له اقتصادي پلوه مهم دي او په افغانستان کې  شتون لری تر بحث لاندې نیول شوي دي

د وحشي حیواناتو اهمیت په لاندې ډول دی:

1- د کور د مصرف برابرول لکه غوښه، شیدې او داسې نور.

2- اقتصادي ارزښت: د هغوی له غوښې او پوستکي څخه ګته اخیستل.

3- تفریحي ارزښت: انسانان د وحشي ژویو، په ځانګړې توګه د حیواناتو او مرغانو له لیدلو خوند اخلي.

4- ساینسي ارزښت: نن سبا د وحشي حیواناتو په اړه ډېرې ساینسي څېړنې تر سره کېږي.

6- ایکولوژیکي ارزښت: ځنګلي ژوند، د اوبو، خوړو او د چاپیریال د ککړتیا په کمولو کې مهم رول لوبوي.

په دې علمي څېړنه کې لومړی د وحشي حیواناتو اقتصادي، تفریحي، ساینسي او ایکولوژیکي اهمیت تر بحث لاندې نیول شوی دی . د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د وحشي حیواناتو ډولونه پېژندل شوي ، د هغوی د ژوند شرایط څېړل شوي ، له منځه تللي او له منځه تللو په حال کی وحشی حیوانات په ګوته شوي، د تغذیې او نسل تولیدولو له مخې طبقه بندي شوي او د دوی عمر بیان شوی دی .

د وحشي حیواناتو په اړه شته ستونزې په ګوته شوي او پر بنسټ یې د وحشي حیواناتو د له منځه تلو د مخنیوي په برخه کې رغنده او ګټور وړاندیزونه وړاندې شوي دي.