د دویم خلیفه په حکومتولۍ کې د روڼتیا څرګندونه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۴:۵۴
نوماند څېړنیار کمال نوري

علمي – څېړنیزې پروژې دفاع

د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز غړي نوماند څېړنیار کمال نوري د خپلې نوماندۍ دورې له علمي – څېړنیزې پروژې ( د دویم خلیفه په حکومتولۍ کې د روڼتیا څرګندونه) څخه په بریالیتوب سره دفاع وکړه.

نوموړي د یادې علمي – څېړنیزې پروژې له اډانې څخه د دویم خلیفه حضرت عمر رضي الله عنه په ژوند، د حکومتولۍ په بنسټونو او څرنګوالي رڼا واچوله او د یاد خلیفه د حکومتولۍ په هر اړخیزو حکومتي چارو کې یې د روڼتیا په اړه مفصلې خبرې وکړې او د پروژې په پای کې یې د دویم خلیفه د حکومتولۍ د اصولو په تطبیق او الګو ګرځولو بحث وکړ.

د پروژې په وروستۍ برخه کې یې خپل وړاندیزونه وړاندې او د څېړونکو او استاذانو پوښتنو ته یې مقنع ځوابونه ورکړل.

په پای کې د ارزونې د کمیسیون له لوري یاده دفاعیه د رأیو په اتفاق تائید او مثبته وارزول شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS