د دویم خلیفه په حکومتولۍ کې د روڼتیا څرګندونه
“علمي – څېړنیزې پروژې دفاع”
د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز غړي نوماند څېړنیار کمال نوري د خپلې نوماندۍ دورې له علمي – څېړنیزې پروژې ( د دویم خلیفه په حکومتولۍ کې د روڼتیا څرګندونه) څخه په بریالیتوب سره دفاع وکړه.
نوموړي د یادې علمي – څېړنیزې پروژې له اډانې څخه د دویم خلیفه حضرت عمر رضي الله عنه په ژوند، د حکومتولۍ په بنسټونو او څرنګوالي رڼا واچوله او د یاد خلیفه د حکومتولۍ په هر اړخیزو حکومتي چارو کې یې د روڼتیا په اړه مفصلې خبرې وکړې او د پروژې په پای کې یې د دویم خلیفه د حکومتولۍ د اصولو په تطبیق او الګو ګرځولو بحث وکړ.
د پروژې په وروستۍ برخه کې یې خپل وړاندیزونه وړاندې او د څېړونکو او استاذانو پوښتنو ته یې مقنع ځوابونه ورکړل.
په پای کې د ارزونې د کمیسیون له لوري یاده دفاعیه د رأیو په اتفاق تائید او مثبته وارزول شوه.