د سیمه ییز مطالعات مجلې تازه ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۹:۵۷
د سیمه ییز مطالعات مجلې تازه ګڼه

سیمه ییز مطالعات یوه علمي او تحقیقاتي مجله ده چې په خپله لمنه کې سیمه ییز سیاسي، اقتصادي او فرهنګي موضوعات رانغاړي. دا مجله په کال کې څلور ګڼې خپریږي، د ۱۴۰۰هـ.ل کال دا ګڼه چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې یې د چاپ او خپراوي تمه کېده، په هېواد کې د سیاسي تحولاتو له کبله ځنډېډلې وه، ا.ا له راتګ سره تر بیاکتنې وروسته چاپ او خپره شوه. په دغه مجله کې لاندې مقالې خپرې شوي دي:

۱- د روسیې او اوکراین جګړې په اړه د د مرکزي آســــــیا د هېوادونو دریځ

څېړنپوه عبدالرحیم بختانی

۲- چرایی توسعه روابط اقتصادی افغانستان و ازبکستان در دوره حکومت وحدت ملی

معاون محقق کمال الدین سهیم

۳- د قره باغ شخړه؛ د نه پای ته رسېدو لاملونه او حللارې

څېړنـدوی عبدالخالق فردوس

۴- د قزاقستان وروستي تحولات

څېړندوی رحمت الله همت مظلوم یار

۵- د ایران د حاکمو رژیمونو د پر وړاندې د مجاهدین خلق سازمان مبارزې ته کتنه

څېړندوی رحمت الله همت

۶- د تاجکستان او قرغزستان تر منځ وروستۍ سرحدي شخړې

نوماند څېړنیار حمیدالله نـیازی....

۷- نگاهی به کاربرد قدرت نرم درسیاست خارجی ترکیه در دوره حکومت حزب عدالت و توسعه

محقق فوزیه فضلی

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه تر لاسه کړئ.

د دې مجلې د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-10/Regional%20studies%20quarterly%20journal%20no.%C2%A01%20-%204%20year%201400.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز علمي غړي نوماند څېړندوی ساجد نجیب زي د نوماندۍ رتبې د رفع کولو په موخه (د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

BACK TO NEWS