په هېواد کې د بکویټ (Buckwheat) د کرکېلې د دودولو په موخه د هغه د غذایي او اقتصادي ارزښت څېړل

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۹:۵۳

لیکوال: څېړندوی محمد منیر نظیري

لنډيز

په دې علمي - څېړنیزه مقاله کې د بکویټ د نبات په اقتصادي او غذایی ارزښت بحث شوی. بکویټ (Fagopyrum esculentum) یو ارزښتناکه  کرنیز نبات دی، لوړ غذايي ارزښت لري، د نړۍ په ځينو هېوادونو کې په پراخه کچه کرل کېږي او کښت یې خورا اقتصادي اهمیت لري. بکویټ خورا خوړه یز ارزښت لري چې ډیری خلک یې د سوپر فوډ (عالي خوړه) په توګه ګڼي. د روغتیایی ګټو له اړخه کولای شي چې د زړه د ناروغیو په مخنیوی، د وزن کمولو، او د شکر ناروغۍ اداره کولو کې مرسته وکړي. بکویټ د پروټین، فایبر او انرژۍ ښه سرچینه ده.

بکویټ د وريجو، غنمو، باجرې او جوارو په پرتله ډیر پروتین لري او د اړینو امینو اسیدونو، لکه: Lysine او Arginine acid  درلودونکی دی، چې په اکثرو حبوباتو کې یې کچه لږه ده. د دغو ځانګړو امینو اسیدونو شتون بکویټ ته دا ځانګړنه وربښي چې د لوبیا او د حبوباتو د پروتینونو په څېر د بکویټ د پروتین ارزښت لوړ کړي. بکویټ د ریښتینو غلو په ډول ګلوټین نه لري.

بکویټ د ډیرو غله جاتو، لکه: وریجو، غنمو او جوارو په پرتله د ویټامینونو او منرالونو له اړخه بډای دی. د بکویټ په په دانه کې غذايي فایبر، ویټامین B1، ویټامین B2، ویټامین B6، ویټامین PP، پوتاشیم، سیلیکان، مګنیزیم، فاسفورس، اوسپنه، کوبالټ، منګنیز، مس، مولیبډینم، سیلینیم او زنک شتون لري.

Documents

To Investigate the Nutritional and Economic Value of Buckwheat in order to Popula.pdf