د طبیعت مجلې د ۱۴۰۲ کال ۶۸-۶۹ ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۰:۵۶
د طبیعت مجلې د ۱۴۰۲ کال ۶۸-۶۹ ګڼه چاپ شوه!

د طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي ـ تخنیکي علومو د معاونیت یوازېنۍ علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۶۸ل کې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله چې په هرو درو میاشتو کې یو ځل خپرېږي، له پخوا څخه په کې د طبیعي علومو د مختلفو برخو لکه ریاضي، فزیک، انجینرۍ، برېښنا او انرژي، ټکنالوژۍ، کیمیا، بیولوژۍ، طب، زراعت، جیولوژۍ، طبیعي جغرافیې، هایدرو میتیورولوژۍ،... مقالې نشر ته سپارل کېږي چې تر اوسه پورې یې ۶۹ ګڼې چاپ شوې دي؛ دا دی اوس د طبیعت مجلې ۶۸-۶۹ مه ګڼه د صدیق الله فیضي په زیار او اهتمام سره تازه د چاپ په ګېڼه وپسولل شوه چې ۱۸۰ مخونه لري او د طبیعي علومو د بېلا بېلو برخو په اړه پکې ۱۳ علمي ـ څېړنیزې مقالې چاپ شوې دي چې سرلیکونه يې د لیکوالانو د نومونو په ګډون په دې ډول دي:

1- د انیوریزم ډولونه، تشخیص او انداز څېړنپوه ډاکټر میرویس حقمل

2- په کرنه کې د نباتي جنیټیکي سرچینو... څېړنوال ډاکټر شاهد الله ساپی

3- بررسی حرکت اهتزازی با استفاده ... معاون سرمحقق لیپا صوفی زاده

4- بررسی اثرات خشکسالی بر آبهای... معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی

5- بررسی تخصیص زمین های فارم زراعتی ... معاون سرمحقق نصرالله فلک

6- بررسی خصوصیات جغرافیایی و اقتصادی ... معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد

7- د شولو پر وده او حاصلاتو باندې د کښت... څېړندوی محمد منیر نظیري

8- د کيميا په پرمختګ کې د مسلمانو پوهانو ونډه څېړندوی عمران لایق

9- په افغانستان کې د روانو اوبو د عمومی ... څېړندوی حامد امان

10- بررسی برخی از عوامل آلوده گی محیط... محقق عبدالبشیر امرخیل

11- تأثیرات محیط زیست فاضلاب های ناشی از ... پوهنوال محمد واثق حسینی

12- تفاوت در شیردهی ګاوهای هولستین و کندهاری... پوهنیار عبدالمؤمن عظیمی

13- د کابل په انتاني روغتون کې ... رنځوریار ډاکټر فریدالله عمري

دغه مجله په بشپړ ډول له لانديني لينک څخه ښکته کولای او لوستلای شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-02/Tabiat%20journal%203-4%20number%20year%201402.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS