په لغمان ولایت کې د غنمو د ژمنیو، اختیاري او ځینو محلي ورایټي ګانو د ودې او حاصلاتو پرتلیزه څېړنه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۲۳
څیړندوی محمد منیر نظری

د افغانستان د علومو د طبیعي تخنیکي معاونیت د برخې د کیمیا، بیولوژي او کرنې علومو د مرکز د کرنې د انسټيټوټ علمي غړي څېړندوی محمد منیر نظیري په 12.8.1404 نېټه د «په لغمان ولایت کې د غنمو د ژمنیو، اختیاري او ځینو محلي ورایټي ګانو د ودې او حاصلاتو پرتلیزه څېړنه» تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز سیمینار وړاندې کړ.

څېړونکې څرګنده کړه چې د کرنیزو محصولاتو د تولید یو له ډېرو مهمو اړخونو څخه یو هم باثباته، د ښه کیفیت درلودونکي او ډېر حاصل تولید دی چې د یو هېواد د وګړو د غذايي امنیت تضمین او د صادراتو پوتنشل لوړوي. څېړنه په 1403 هجري لمریز کال کې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په کمال پور کلي کې د بزګر په کرونده کې ترسره شوې ده. په څېړنه کې د هغو ارقامو او ډاټا ګانو په اړه بحث وشو چې د غنمو د 9 اختیاري (Facultative)، یوې ژمنۍ او 2 محلي ورایټي ګانو د ودې او حاصلاتو د ځانګړتیاوو پرتلیزې څېړنې څخه د یوې ساحوي څېړنې د ترسره کولو په صورت کې ترلاسه شوي وو.

په څېړنه کې د غنمو بېلابېل کرکټرونه، لکه د جرمنېشن سلنه، په غلاف کې د وږي د ډډېدو (Heading) ورځې، 50 سلنه پورې د ګل نیونې ورځې، په بوټي کې د ټیلرونو شمېر، د بوټو قدونه، د وږو اوږدوالی، تر پخېدو پورې د ورځو شمېر، بیولوژیکي وزن، د وږي وزن، په وږي کې د دانې شمېر، د غنمو د زر دانو وزن، په متر مربع او هکتار کې د حاصل کچه او د هارویست انډکس سلنه مشاهده شوي وو.

د څېړنې پایلو وښودله چې د ورایټي ګانو ترمنځ لوړ حاصل ورکوونکې ورایټي ګانې نصرت 22، کنړ 20، پکتیا 20 او جوزجان 20  وې چې په ترتیب سره یې په هکتار کې (4.17، 4.01، 3.7، 3.33 ټنه) حاصل ورکړی و. تر ټولو لږ حاصل (2.45 ټنه پر هکتار) له  دایمه 17 ورایټۍ څخه ترلاسه شوی و.

د محاسباتو په پایله کې څرګنده شوه چې لوړ اقتصادي اهمیت لرونکې ورایټي ګانې عبارت دي له نصرت 22، کنړ 20، پکتیا 20، شرق 19 چې په ترتیب سره په هکتار کې ورڅخه (112690.3، 97007.78، 93817.43 او 84121.14 افغانۍ) بدون له لګښتونو خالصه ګټه ترلاسه شوې ده. تر ټولو ټيټ اقتصادي ارزښت لرونکې ورایټي دایمه 17 وه چې په هکتار کې یې خالصه ګټه 49475 افغانۍ وه. د څېړنې د پایلې پر بنسټ اړوندو ادارو ته معقول وړاندیزونه وشو.

په پای کې څېړونکې د ګډونوالو پوښتنو ته قناعت بخښونکي ځوابونه وویل شو او کنفرانس د ټاکلي کمېسیون له لوري مثبت و ارزول شو.  

  

 

Documents

د کنفرانس سلایډونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د زمري او وږي میاشتې دوه ګڼې چاپ شوې

زېری د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ژبې او ادبياتو انسټيټيوټ د علمي خپرنيز ارګان په توګه له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل.) کال کې تأسيس شوی دی چې دمګړۍ يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

BACK TO NEWS