د هند او پاکستان وروستی کړکېچ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۴۱
د هند او پاکستان وروستی کړکېچ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي معاون سرمحقق ضیاالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې (د هند او پاکستان وروستی کړکېچ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د علومو اکاډمۍ د علمي غړو په حضور کې وړاندې کړ. ښاغلي ضیا د خپل کنفرانس په لومړۍ برخه کې د هند او پاکستان وروستی کړکېچ په درېیو پړاوونو کې وڅېړه؛ نوموړي زیاته کړه چې دا کړکېچ د ۲۰۲۵زکال د اپرېل په ۲۲ مه نېټه د پهلګام په سیمه کې د ۲۶ ملکیانو له وژل کېدو سره پیل شو او د یو شمېر دیپلماتیکو ګامونو له اخیستلو وروسته، هند د مې میاشتې په ۷ مه نېټه د پاکستان دننه پر نهو ځایونو حملې وکړې او د همدې میاشتې په لسمه نېټه اوج ته له رسېدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب او د دواړو هېوادونو له لوري د اوربند په اعلان سره پای ته ورسېد. ښاغلي ضیا پر سیمه، افغانستان او له سیمې بهر د دې کړکېچ سیاسي، امنیتي او اقتصادي اغېزې په هر اړخیزه توګه روښانه کړې او زیاته یې کړه چې د هند او پاکستان ترمنځ د دې ډول کړکېچونو له امله د سیمې ستراتیژيک ثبات او امنیت له ګواښ سره مخ شوی، د نظامي سیالیو او سیاسي دوښمنیو د ډېرېدو له امله یې د هېوادونو ترمنځ وېره او نا ډاډمنتیا رامنځته کړې او سیمه ییز اقتصادي ادغام او اتصال یې مختل کړی دی. نوموړي د کنفرانس په دویمه برخه کې د بحث د ګډونوالو پوښتونو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل او په پای کې کنفرانس د علمي کمیسیون له خوا د رایو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د کب میاشتې پر ۱۲ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۶
Background image

په افغانستان کې د بېدیاوو جغرافیایي پراختیا څرنګوالی

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې علومو مرکز د هایدرومیتیورولوجي انستیتوت دجغرافیې ډیپارټمنټ علمي غړي ښاغلي څېړنوال عبدالرحمن لطیف د ۱۴۴۶هـ ق کال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د پشه‌يي ژبې فونولوژي او مورفولوژي

نن یوه‌نۍ (یکشنبه) د ۱۴۰۴ل کال د کب (حوت) میاشتې په ۱۰مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی فريدالله فرحان. . .

BACK TO NEWS