د مصنوعي ځیرکتیا او د حقوقو متقابلې اړیکې

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۰:۳۸

لیکوال: څېړندوی عبدالقهار عزیزي

لنډيز

مصنوعي ځيرکتیا د ټکنالوجۍ د برخې یو نوی نوښت دی، د ژوند ټولو برخو ته ننوتلې ده او په هره برخه کې یې انقلاب رامنځته کړی دی. دا ټکنالوجي له طبي برخې نیولې تر جنایي برخې او له نړیوالو حقوقو څخه نیولې بیا د افرادو خپل منځي اړیکو او د ټرانسپورټي اړیکو تر کارولو ټولې برخې په ځان کې رانغاړي. نو په همدې خاطر د انقلاب رامنځته کوونکې ګڼل کېږي.

مصنوعي ځيرکتیا انساني ژوند ته یو لړ اسانتیاوې رامنځته کړي دي او د ګټو لامل شوې ده. د بېلګې په توګه، داسې ماشینونه شته چې له انسان پرته په خپل‌چاري ډول کار ترسره کوي او حتی له انسان څخه یې په ښه بڼه ترسره کوي. په حقوقي برخه کې، د عملي حقوقي چارو د ښه والي له‌پاره د مصنوعي ځیرکتیا کارول او دغه راز د حقوقي بهیرونو ښه کول د مصنوعي ځيرکتیا له یو لړ ګټو ګڼل کېږي چې دولتي او خصوصي دواړه ادارې ورڅخه ګټه اخیستلی شي.

د ګټو سربېره یو لړ ننګونې هم لري چې د یو شمېر څیزونو یوه مشخصه ده، مګر دلته په دې مقاله کې په عمومي ننګونو او ستونزو باندې بحث نه  دی شوی، بلکې په دې بحث کېږي چې مصنوعي ځيرکتیا ټکنالوجۍ څنګه د حقوقو تیوريکي او عملي شتون باندې اغېز ښندي. په دې مقاله کې به د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو احتمالي ګواښونه هم وڅېړل شي. په مشخص ډول په د مسؤولیت په موضوع باندې بحث ترسره شي چې د مصنوعي ځيرکتیا له کارولو څخه د راپیدا شوي زیان په صورت کې څوک مسؤول ګڼل کېږي. د دې سربېره، د محرمیت او خصوصي حریم او ترڅنګ یې د معنوي ملکیت په برخه کې د اختراع او کشف د امتیاز راجع کولو مسایل هم څېړل کېږي.

په دې مقاله کې له توصیفي-تحلیلي میتود څخه ګټه اخیستل شوې ده او د علمي مقالو، درسي ویډیوګانو، تقنیني سندونو او کنوانسیونونو په ګډون کتابتوني مواد راټول شوي او د افغانستان د شرایطو مطابق د حل‌لارو موندلو له‌پاره ترې ګټه اخیستل شوې. بالاخره، مقاله په پایله، وړاندیزونو او د مأخذونو په فهرست پای ته رسېدلې ده.

کلیدي لغتونه: خپل‌چاري، مصنوعي ځيرکتیا، ټکنالوجي، د مسؤولیت انتساب

 

Documents

The Reciprocal Relationship Between Artificial Intelligence and Law.pdf