د ژبو ډلبندي او ډولبندي ته کتنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۳۶
د ژبو ډلبندي او ډولبندي ته کتنه

نن څلورنۍ/ چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د وري/ حمل ۲۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د ژبو ډلبندي او ډولبندي ته کتنه) تر سرلیک لاندې د څېړونکو او علماو په حضور کې علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

په کنفرانس کې د ژبو د ډلبندۍ په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول، په ځانګړې توګه پر ډولبندي ډېر بحث وشو او وویل شول چې د ژبو په ډولبندۍ کې د ژبو له ذاتي خپلولۍ او اړیکو پرته ژبې پرتله کېږي او بیا د ورته ځانګړتیاو له مخې په ډلو وېشل کېږي. چې دا چاره له موږ سره د ژبو په پېژندنه او د هغو د لغوي او ګرامري جوړښتونو په درک کې مرسته کوي، نو اړتیا ده چې لومړی د پښتو ژبې ګرامري جوړښتونه تحلیل او وشنل شي او بیا له نورو ژبو سره پرتله شي چې دا بهیر د نورو ژبو له ویونکو سره د پښتو ژبې په پېژندنه او زده کړه کې مرستندویه او ګټور تمامېږي.

په پای کې د کنفرانس د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول او وروسته د ارزونې د کمیسیون له خوا کنفرانس د رأیو په یووالي مثبت وارزول شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز علمي غړي نوماند څېړندوی ساجد نجیب زي د نوماندۍ رتبې د رفع کولو په موخه (د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

BACK TO NEWS