په افغانستان کې د طبیعي سرچینو پایښتي مدیریت د علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه چاپ شوه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۲
په افغانستان کې د طبیعي سرچینو پایښتي مدیریت د علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي ـ تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې علومو مرکز له خوا د جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه، (په افغانستان کې د طبیعي سرچینو پایښتي مدیریت) تر سرلیک لاندې چاپ او خپره شوه. دغه کنفرانس د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي پر ۱۰مه د علومو اکاډمۍ د علامه احمدعلي کهزاد د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوی و.

په دې ټولګه کې ۳۱ علمي ـ څېړنیزې مقالې راغونډې شوې دي چې د هېواد د طبیعي سرچینو اوسنی وضعیت، شته ظرفیتونه، د ګټې اخیستنې ننګونې او د پایښتي مدیریت لارې‌چارې له بېلابېلو تخصصي لیدلورو څېړي. د مقالو موضوعي لمن د سطحي او ځمکلاندې اوبو له مدیریت، د یخچالونو او واورین پوښښ له بدلونونو او د آبریزو له تنظیم څخه نیولې، د ځنګلونو تر ساتنې، د کاني زېرمو تر پېژندنې او پروسس، د نوې کېدونکې انرژۍ تر پراختیا او د ښاري ودې او کان‌کیندنې تر چاپېریالي اغېزو پورې غځېږي.

د دې اثر له علمي ځانګړنو څخه یوه د طبیعي سرچینو په ارزونه او څارنه کې د جغرافیایي معلوماتي سیسټمونو (GIS)، ریموټ سنسنګ، مکاني ـ زماني تحلیلونو او نورو تخصصي څېړنیزو میتودونو کارونه ده. په مقالو کې د سرچینو د کمیت او کیفیت، اقلیمي فشارونو، وچکالۍ، د ځمکې د کارونې د بدلونونو او چاپېریالي ستونزو ترڅنګ، د سرچینو د اغېزمنې ساتنې او معقولې ګټې اخیستنې لپاره علمي او عملي وړاندیزونه هم وړاندې شوي دي.

د دې ټولګې ارزښت د افغانستان د طبیعي شتمنیو د پېژندنې، د څېړنیزو موندنو د شریکولو او پر علمي شواهدو د ولاړې پرېکړې نیونې لپاره د موادو په برابرولو کې دی. د اوبو او انرژۍ امنیت، د کانونو کورنی پروسس، د اقتصادي ارزښت زیاتونه، د ایکوسیستمونو ساتنه او د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د اړتیاوو ترمنځ توازن هغه مهم مسائل دي چې د دې اثر څېړنې ورسره تړاو لري. د کنفرانس په پای کې تصویب شوي پرېکړه ‌لیک کې هم د اړوندو ادارو د همغږۍ، د څېړنیزو ټکنالوژیو د کارونې او د طبیعي سرچینو د پایښتي مدیریت لپاره مشخص وړاندیزونه راغلي دي.

دغه اثر د پوهانو، څېړونکو، د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو، پالیسي جوړوونکو او د اوبو، کانونو، انرژۍ، ځنګلونو او چاپېریال د برخو د مسلکي او تخصصي کارکوونکو لپاره یوه ګټوره علمي مجموعه ده؛ همدارنګه د هېواد له واقعي اړتیاوو سره د تړلو نورو څېړنو لپاره موضوعات، معلومات او څېړنیز لیدلوري وړاندې کوي.

دا ټولګه د څېړنوال عبدالوهاب همدرد، څېړندوی عبدالرؤف قادري او الیاس عمر فرهمند په اهتمام، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په ۱۴۰۵ لمریز کال کې، د ۵۰۰ ټوکو په شمېر چاپ شوې ده.

د طبیعي سرچینو علمي پېژندنه، مسؤلانه ګټه اخیستنه او پایښتي ساتنه؛ د افغانستان د هوسا راتلونکي بنسټ دی.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-11/Sustainable%20Management%20of%20Natural%20Resources%20in%20Afghanistan%20%28Conference%20Proceedings%20Book%29.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له کتابپلورنځي څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ. د اړيکې شمېره: ۰۷۷۷۳۷۰۹۶۰

د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیبولئ شئ....

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۳:۳۵
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د لړم (عقرب) میاشتې پر ۱۲ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۲
Background image

په افغانستان کې د طبیعي سرچینو پایښتي مدیریت د علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي ـ تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې علومو مرکز له خوا د جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه، (په افغانستان کې د طبیعي سرچینو پایښتي مدیریت) تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۳
Background image

د افغانستان علومو اکاډمي ته د ننګرهار پوهنتون د محصلینو راتګ (علمي سیر)

نن یوه‌نۍ (یکشنبه) د ۱۴۰۵ ل کال د لړم (عقرب) میاشتې پر ۱۰مه، (۲۰ / ۵ / ۱۴۴۸ هـ) نېټه د ننګرهار پوهنتون د بشري علومو پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې ۳۵ تنو محصلینو د یاد پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS