د افغانستان د روغتیا دویم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو!

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۵۷
د افغانستان د روغتیا دویم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو!

د افغانستان د روغتیا دویم ملي او نړیوال نندارتون د ۱۴۰۵ل کال د لړم میاشتې په ۲۰مه نېټه د روغتیا سکتور د ظرفیتونو د پېژندنې، د صنعت‌کارانو د ملاتړ او د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه دغه نندارتون جوړ شو، په دې نندارتون کې د نورو وزارتونو او خصوصي روغتیایي سکتورونو سربېره د علومو اکاډمي زیات شمېر علمي – څېړنیز آثار هم نندارې ته وړاندې شوي دي. مینه وال کولای شي، چې د خپلې خوښې آثار په همدې نندارتون کې ترلاسه کړي.

د یادونې ده چې دا نندارتون به د ۱۴۰۵ل کال د لړم میاشتې له ۲۰مې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د ګډونوالو پر مخ پرانیستی وي.

پته: د کابل ښار، د حضوري چمن ترڅنګ، نړیوال نندارتون.

د اړیکې شمیره: ۰۷۷۷۳۷۰۹۶۰

د علومو اکاډمي واټس اپ چینل په لاندې لینک کې تعقیبولی شئ...

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

د افغانستان د روغتیا دویم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو!

د افغانستان د روغتیا دویم ملي او نړیوال نندارتون د ۱۴۰۵ل کال د لړم میاشتې په ۲۰مه نېټه د روغتیا سکتور د ظرفیتونو د پېژندنې، د صنعت‌کارانو د ملاتړ او د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۶:۵۲
Background image

(په افغانستان کې د اسلامي دورې د آبداتو اهمیت او ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس ترسره شو

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت د لرغون‌پېژندنې مرکز په نوښت، د (په افغانستان کې د اسلامي دورې د آبداتو اهمیت او ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۵ هـ.ش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۲۵
Background image

د زړه د دسامونو د تنګوالي او عدم کفايې د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه

د ۱۴۰۵ له کال د لړم (عقرب)  میاشتې ۱۹مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحیم وردګ د څېړنپوه علمي رتبې ته د. . .

BACK TO NEWS