د فرهنگي اړیکو د ریاست پېژندنه

د فرهنګي اړیکو ریاست د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي موخو ترلاسه کولو په لاره کې له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو سره د علمي – څېړنیزو او فرهنګي اړیکو رامنځ ته کولو او پراختیا لپاره د قانون او نورو تقنیني اسنادو په رڼا کې خپل فعالیتونه تنظیموي.

دا ریاست له علمي- څېړنیزو او فرهنګي بنسټونو سره د اکاډمیکو او سیستماټیکو اړیکو پراختیا په پار په ملي او بین المللي کچه د هوکړه‌لیکونو، پروټوکولونو، تفاهم‌لیکونو او تړونونو لاسلیکولو ته زمینه برابروي او هڅه کوي چې د هغو احکام پلي کړي او ورته علمي بڼه ورکړي.