د افغانستان-پاکستان په اړیکو ښه کولو کې د چین رول او موخې

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۱:۸

لنډیز 

افغانستان او چین په سیمه کې دوه داسې ګاونډي هېوادونه دي چې په خپلو کې د ۷۶ کیلومتره ګډې پولې په لرلو سره د اړیکو یو اوږد او لرغونی تاریخ لري، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي او دیپلوماتیکې اړیکې پر ۱۹۵۵ کال رامنځ ته شوې دي. چین د افغانستان په چارو کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په ډېر احتیاط سره قدم پورته کړی، خو واک ته د ولسمشر غني په رسېدو سره یې له افغانستان سره اړیکې یوه نوي پړاو ته ننوتې؛ یعنې چین نور د افغانستان په قضیه کې خپله ښکېلتیا ډېروي او په همدې موخه یې د کابل-اسلام آباد د اړیکو رغولو لپاره د کابل-بیجینګ-اسلام آباد د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه درې اړخیزې غونډې پیل کړې، تر څو وکولای شي له یوې خوا ترهګرو ډلو ته د خوندي پناه ځایونو ورکولو له امله د خپل ستراتیژیک ملګري پاکستان تللی پرستېژ اعاده کړي او له نړیوالې انزوا څخه یې وژغوري او له بلې خوا هڅه کوي چې د سیمې او افغانستان په تعاملاتو کې د خپل او پاکستان ګډ سیال (هند) د نفوذ مخه ونیسي.

Documents

د افغانستان-پاکستان په اړیکو ښه کولو کې د چین رول او موخې.pdf